نن مازدیګر داسیاجام سیالیو په لړکې هانکانګ او پاکستان دیوبل سره مخامخ کېږي

د۲۰۱۸ کال څوارلسم پړاو اسیای جام سیالۍ پرون دسپټمبر به ۱۵ مه نېټه دشپږو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې شپږ لوبډلې به دوه ګروپونو وېشل شوي، چې په (الف) ګروپ کې پاکستان، هندوستان،اوهانکانګ شامل دي په دویم (ب )ګروپ بیا افغانستان،سریلانکا،اوبنګله دېش  لوبډلې شاملې دي.
داسیا جام سیالیو په لومړۍ ورځ یوه سیالۍ دسریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه چې بنګله دېش سریلانکا ته په ۱۳۷ ډېرو منډو ماتې ورکړه .
او نن دسپټمبر په ۱۶ مه نېټه به داسیاجام سیالیو په دویمه ورځ پاکستان اوهانکانګ دیوبل سره خپل بخت ازمایې
ددغو سیالیو په لړ کې به  سباورځ دسپټمبر په ۱۷ مه نېټه افغان ملي لوبډله دسریلانکا لوبډلې سره په اسیاجام سیالیو کې لومړۍ لوبه ترسره کړي، که چېرته افغان لوبډله سیالۍ ګټي،نو نېغ په نېغه به اسیاجام سیالیو دویم پړاو (Super six )ته لار پیداکړي، ځکه سریلانکا خپله لومړنۍ سیالۍ په بنګله دېش وبایلله، په ګروپ کې دوه مخکښې لوبډلې دویم پړاو ته لارپیداکوي اویوه لوبډله په لومړي پړاو کې دبایللو په صورت کې بېرته کورته ستنېږي.
 سوپر سېکس پړاو به دلومړیو ګروپي سیالیو وروسته دهمدغې میاشتې په۲۱ مه نېټه پیل او په ۲۸ مه نېټه به داسیاجام سیالیو پایلوبه ترسره شي.

خان وزیر عابد