fbpx

صیاد وايي د سیاسي ګوندونو کړنې د منلو وړ نه دي

ګلا جان عبدالبدیع صیاد په ځینو ولایتونو کې یې د انتخاباتي دفترونو د تړلو په اړه د سیاسي ګوندونو وروستي اقدام وغانده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، چې د سیاسي ګوندونو له خوا د انتخاباتي دفترونو تړل د منلو وړ نه دی او زیاته یې کړه چې سیاسي ګوندونه له ټاکنو کمېسیون همکاري نه کوي.

هغه وویل، چې د سیاسي ګوندونو دغه اقدامات به یې د ټاکنو بهیر له خنډ سره مخ کړي او ټینګار یې وکړ چې د ټاکنو کمېسیون چمتو دی د ستونزو د حل دپاره له سیاسي ګوندونو سره خبرې وکړي.

نوموړی له دولت څخه وغوښت چې په ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

سرچینې زیاتوي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.

د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.

Loading...