طالبان د خپل بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي

راپورونو وايي طالبان له امریکا سره خبرو په بل پړاو کې د خپلو زندانیانو خلاصول غواړي.

 د راپورونو له مخې طالب چارواکو له ان بي سي سره په وروستۍ مرکه کې ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به ډېر ژر پيل شي.

د طالبانو څلور چارواکو یادې رسنۍ ته ویلي په دغه خبرو کې د طالبانو عمده غوښتنه ددوی د بندیانو خوشي کول او تبادله ده.

 طالب سرچینو ویلي چې که امریکا په خبرو کې رښتینې وي نو ددوی غوښتنه به ومني او د خبرو راتلونکی پړاو به یا د مذاکراتو لړۍ جاري وساتي او یا به ددې سبب شي چې د خبرو دروازې د تل لپاره وتړل شي. بلخوا طالبانو بیا څو ورځې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې له امریکا سره خبرې نه کوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

 طالب ویاند ټولې هغه ګنګوسې رد کړې وې، چې ګواکي طالبان او امریکا به په نږدې راتلونکې کې دویم ځل سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا بیا ویلي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې نه درېږي، بلکې د ډېر امتیاز د اخیستو په نیت ښايي کله کله وقفې پکې راشي.