The news is by your side.

ننګرهار کې ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تفریحي پارک جوړیږي

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وایي د ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاروالۍ په ځمکه جوړ شوي کورونه یې ړنګ او پر ځایي په څلرویشت جریبه ځمکه کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تفریحي پارک جوړیږي.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل رسنیو ته وویل  د ښاروالۍ په څلورویشت جریبه ځمکه چې ځينې برخې يې غصب شوې او ځينې نور يې د ښاروالۍ له لوري په قرار داد ورکړل شوي د دې لپاره ړنګوي چې، د سیمې اوسیدونکو ته تفریحي پارک جوړ کړي .

درمل وویل د قضايي ارګانونو سره په همغږۍ د یو منظم پلان له مخې په تدریجي ډول د ښاروالۍ اړوند ټولې ځمکې له غصبه به خلاص کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي مسوولین وايي چاته به  اجازه ورنکړي چې دغصب د مخنيوي په برخه کې د ښاروالۍ پروړاندې خنډ شي.

  د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال ګل الرحیم ساپی وایي چې د ولسمشر حکم به پر ټولو یو شان تطبقوي.

د جلال اباد ښار پنځمي ناحيي اوسیدونکي هم خوښ دي چې د ښاروالۍ مسوولینو يې د کور مخې ته شته پارکونه له غصبه خلاص کړل.

سمیع الله مفتون چې په یاده سیمه کې یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې له دې ځایه د نشه يي توکو د پیرپلور سربیره  داخلاقي فساد لپاره هم کار اخیستل کيده چې اوس به يې مخنیوي وشي. ښاریان د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي چې دا ډول کمپاینونو ته دې دوام ورکړي.

 د یادونې وړده چې لاهم د جلال اباد ښار والۍ اړوند لسګونه جریبه ځمکه د ځينو زورواکو له لوري غصب شوې او د ښاروالۍ په ځمکه يې کاروبار  دوام لري.