کور پاڼه / جالب / المان کې به اوس روبوټان خبرونه وايي

المان کې به اوس روبوټان خبرونه وايي

تېرو ورځو کې به تاسو د المان د تر ټولو ښکلې روبوټې ((ايريکا)) په اړه په خبرونه کې لوستي وي، خو اوس به ايريکا تاسو ته خبرونه وايي او د نړۍ له حاله به مو خبروي.

د انسان په څېر جوړ شوي دې روبوټ کې ډېر پرمختللى سيستم لګېدلى دى، چې خبرې کولاى شي. دا روبوټ انجنير هيروشي ايشي ګورو د کلونو تر سخت زيار وروسته جوړ کړى دى او هغه وايي، چې هر څه په خپله کولاى شي او داسې ويلاى شئ چې يو ډول روح لري.

څو مياشتې وروسته، يعنې د اپريل په مياشت کې به تاسو ايريکا په يوه نوې بڼه کې ووينئ، ايريکا به ډېر زر د المان په يو ټلويزيون باندې خبرونه وايي او نطاقي به کوي.

ډاکټر هيروشي وايي، چې ايريکا به د مصنوعي ذهن او د انسان په مرسته خبرونه وايي. ډاکټر هيروشي د اوساکا پوهنتون د روبوټونو جوړولو څانګې مشر دى او له ٢٠١٤ز کال راهيسې په دې هڅه کې دى چې د هغه جوړ کړى روبوټ يا روبوټه په ټلويزون نطاقي وکړي. د دې روبوټ په جوړولو په تېرو څو کلونو کې ډېرې لويې پېسې مصرف شوي دي.

د انسان په ډول جوړ شوى دا روبوټ لاسونه نه خوځوي، خو د خبرو پر وخت يې په مخ تاثرات راښکاره کېږي. دا خبرې ته غوږ ږدي او د پوښتنو ځوابونه هم ورکوي.

ايريکا د ټېکنالوژۍ يو نوښت دى، چې ١٤ انفراريډ سنسرونه پکې لګېدلي دي او د مخامخ سړي د څېرې تاثرات لوستلاى شي. د دې روبوټ سافټوېر ډاکټر ډيلن ګلاس جوړ کړى دى، هغه وايي چې دا ټوکې هم کولاى شي او د خبرو پر وخت په خپله پرېکړه کوي او فکر هم کوي. نو ويل کېږي چې ايريکا په خپل ځان پوره برلاسى روبوټ دى.روبوټ ايريکا ١

همدې ټيم په ٢٠١٤ز کال کې په لومړي ځل د انسان په څېر ښکار کېدونکي دوه روبوټونه جوړ کړي و، چې دواړه يې د نطاقۍ لپاره جوړ کړي و، يو ته کوډو مورويډ او بل ته اوټانو رويډ نومونه ورکړل شوي و، خو دواړه د ټوکيو ميوزيم ته لاړ او له هغه ځايه بېرته راونه وتل، همدا راز پوهان په دې هم ځان پوهول غواړي، چې په رښتيني ژوند کې خلک د يو روبوټ سره څه ډول چند کوي.

ايريکا د خبرونو ويلو پر وخت خپلې شونډې خوځوي، وريځو ته هم حرکت ورکوي او سر هم ښي او ګس خواته اړوي. په دې کې د سرو موټرز لګېدلي دي، چې په څېره يې لکه د انسانانو په څېر تاثرات راولي.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

جاپان کې يو روبوټ غواړي چې ښاروال شي

د ټېکنالوژۍ او روبوټونو د هېواد څخه تازه خبر دا راغلى دى، چې په دغه …

د سامسنګ نوى ځيرک موبايل، چې هېڅ يقين به ونکړئ

که چېرته تاسو ځيرک موبايل لرئ او په هغې کې انټرنېټ کار نه کوي، يا …