The news is by your side.

قبايلي سيمو کې د ګوزڼ ضد واکسين وسله والو له خنډ سره مخامخ کړی

د پاکستان په  قبايلي سيمو کې روغتيايي چارواکي وايي  چې د وسله والو د بريدونو له  ويري روغتيايي کارکوونکي نه شي کولای  د ګوزڼ  په  شمول د نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره  کمپاينونه  په  سمه  توګه  تطبيق کړي.

په پاکستان کې د ناروغۍ د شتون يو لامل د ميندو او پلرونو له لوري خپلو ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي نه ورکول او بل د سختدريزه وسله واله ډلو له خوا پر روغتيايي کاروکوونکو بريدونو دي، چې کمپاين يې له خنډ سره مخامخ کړی دی.

 په پاکستان کې له مېلادي کال ۲۰۱۲ راهيسې لسګونه  روغتيايي کارکوونکي د وسله والو په بريدونو کې وژل شوي دي،  او واکسيناتوران نه شي کولای د افراطي ډلو له وېري واکسين په سمه  توګه او  په خپل وخت تطبيق کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان چارواکي وايي، د پوليو ناروغي اوس په نړۍ کې له منځه تللې خو په پاکستان او ګاونډي هيواد افغانستان کې دا وايروس اوس هم شتون لري.

دا په  داسې حال کې ده، چې په  دې وروستيو کلونو کې يو شمېر روغتيايي کارکوونکي د وسله والو په  بريدونوکې وژل شوي دي.

 په  وژل شويو کې زياتره  ښځينه  روغتيايي کارکوونکي شامل دي، چې ورباندې په کوټه، کراچۍ او نورو سيمو کې د وسله والو له  لوري بريدونه  شوي دي.ش