The news is by your side.

چارواکي وايي د ګرشک د لویې لارې امنیت به ډاډمن شي

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ګرشک د لویي لارې د امنیت لپاره عملآ اقدامات پیل شوي دي.

په وروستیو کې د هلمند ولایت له ګرشک ولسوالۍ څخه د کابل-هرات تیریدونکې لویه لار د یخچال په سیمه کې له پراخو ناامنیو سره مخ وه.

د ګرشک امنیه قومندان څارمن محمداسماعیل خپلواک د دې لويې لارې ناامني مني، خو زیاتوي چې د دغو تهدیداتو له منځه وړلو لپاره یې عملآ اقدامات پیل کړیدي.

په مالي او اداري چارو کې د هلمند ولایت مرستیال مجاهد الله صفاري بیا وایي: چې هلمند کې د لویو لارو د امنیت د ارزونې لپاره له مرکزه پلاوی راغلی، چې د امنیت په ګډون به د لویو لارو ټولې ستونزې حل کړي.

ښاغلي صفاري زیاته کړه چې د یخچال په سیمه کې د دې لویې لارې ناامنۍ ته متوجه دي او د دې ستونزې د حل لپاره به اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د ګرشک امنیه قومندان محمد اسماعیل خپلواک هم ددې لویې لارې د لا امنیت په موخه د عملیاتو له ترسره کولو څخه خبر ورکوي.