The news is by your side.

فراه کې۷ وسله وال وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په فراه ولایت کې د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۷ وسله وال وژل شوي او درې تنه يې ټپيان شوي دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د یاد وزارت له خوا خپور شوې راغلي چې دغه نښته تېره شپه د فراه ولایت مرکز ګینهکان په کلی کې ترسره شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یاده پېښه کې دوه سرتېري ټپيان شوي او د سیمې خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

یاد وزارت ویلي چې د ملي پولیسو ځواکونو درې بشکه اي ماینونه چې د شیکبوه ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې ځای پرځای شوی وو، کشف او شنډ کړي دي.

فراه یوله ستراتېژیکو ولایتونو څخه دی او د وروستیو کالو په ترڅ کې د طالبانو د بریدونو شاهد وو. طالب ډله د یاد ولایت په ځینو  ولسوالیو کې فعال حضور لري.