The news is by your side.

پاکستان کرکټ بورډ د پي ايس ايل اته سيالۍ پاکستان کې ترسره کوي

د پاکستان کرکټ بورډ د راروان (پاکستان سوپر ليګ) سياليو مهالوېش خپور کړی، چې اته سيالۍ به يې په کراچۍ ښار کې ترسره شي. دغه ليګ د راروان زېږديز کال د فبرورۍ مياشت پر (۱۴)مه نېټه په عربي اماراتو کې پيلېږي چې اته وروستنۍ سيالۍ به يې بیا کراچۍ ته راوړل شي.

کله چې پر (۲۰۰۹)م کال په پاکستان کې د سرېلانکا پر کرکټ ملي لوبډله ترهګريز بريد وشو، نو تر هغې وروسته د پاکستان لوبغالي د نړيوال کرکټ او نړيوالو لوبغاړو لوبېدو څخه بې برخې شول، پاکستان له هغې وخت راهيسې هڅه کوله چې نړيوال لوبغاړي يا لوبډلې راوبلي او هلته يو ځل بيا نړيوال کرکټ ته لاره هواره کړي، خو هېڅ يو هېواد زړه نه ښه کاوه چې دغه هېواد ته خپل لوبغاړي يا لوبډلې د کرکټ لپاره واستوي. که څه هم په (۲۰۱۵)م کال کې زمبابوی هېواد پاکستان ته د رسمي نړيوالو سياليو لپاره سفر وکړ، خو تر هغې وروسته بيا د نورو لوبډلو درک نه لګېده.

د تجارتي سيالیو په موخه پاکستان د لومړي ځل لپاره د پاکستان سوپر ليګ په نامه تجارتي سيالۍ په (۲۰۱۶)م کال کې پيل کړې، خو دا سيالۍ يې په عربي اماراتو کې ترسره کړې، ځکه پاکستان ته هېڅ يو نړيوال لوبغاړی د سياليو لپاره نه تلو. د لومړي کال سيالۍ ټولې په عربي اماراتو کې ترسره شوې، په پايلوبه کې د پاکستان کرکټ بورډ مشر وويل چې د دويم کال پاکستان سوپر ليګ سياليو پايلوبه به په پاکستان کې ترسره کوي، نوموړي خپله ژمنه پوره کړه او د (۲۰۱۷)م کال سياليو پايلوبه يې په لاهور کې ترسره کړه، هلته هم ځينو لوبغاړو له تګ څخه انکار وکړ، خو دوی خپله ژمنه پوره کړه او سيالۍ يې ترسره کړې. بيا په (۲۰۱۸)م کال کې د دغو سياليو درې سيالۍ په لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره کړې.

تر دې دمه د پاکستان سوپر ليګ سياليو درې پړاوونه ترسره شوي، چې لومړی يې په (۲۰۱۶)م کال کې ترسره شو، د دې کال سياليو پايلوبې ته د (اسلام اباد) او (کوېټې) لوبډلې ووتلې چې کوېټې ته يې په (۶) وېکټو ماته ورکړه. دويم پړاو سيالۍ يې بيا په (۲۰۱۷)م کال کې ترسره شوې، چې پايلوبه يې د (پېښور) او (کوېټې) لوبډلو تر منځ ترسره شوه، پېښور وکولای شول چې کوېټې لوبډلې ته په (۵۸) منډو ماته ورکړي او د لومړي ځل لپاره دغه جام په خپل نوم کړي. دريم پړاو يې په (۲۰۱۸)م کال کې ترسره شو چې پېښور او اسلام اباد لوبډلو د دويم دويم ځل لپاره د دې سياليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه، دا ځل پېښور ونه شو کولای چې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي، اسلام اباد ته يې په درې وېکټو دغه سيالي وبايلله او اسلام اباد د دويم ځل لپاره (د پاکستان سوپر ليګ سياليو) جام په خپل نوم کړ.

د پاکستان کرکټ بورډ غواړي د دې ليګ له لارې نړيوال لوبغاړي خپل هېواد ته رامات کړي او يو ځل بيا په پاکستان کې نړيوال کرکټ ترسره کېدا ته لاره هواره کړي، خو دا به وخت روښانه کړي چې تر دې ليګ وروسته کوم هېواد پاکستان ته د خپلې لوبډلې لېږلو ته زړه ښه کوي که نه؟