کرکټ بورډ د لوبغاړو تر منځ کرکه زېږوي

ليکوال : عابد ساپی

له څه مودې څخه موږ ګورو چې کله کوم لوبغاړی پر کرکټ بورډ نيوکه وکړي، نو په ځواب کې يې يو بل داسې ملي لوبغاړی په فيسبوک کې ويډيو خپروي چې هغه په لوبډله کې برحاله لوبغاړی وي.

څه موده مخکې شاپور ځدراڼ پر کرکټ بورډ نيوکه وکړه چې ګواکې له نوموړي سره توپيري چلند کېږي، په ځواب کې يې اصغر ستانکزي ويډيو وکړه او پر فيسبوک يې خپره کړه، دا په داسې حال کې چې شاپور نيوکې پر کرکټ بورډ کړې وې او هر کله چې نيوکه پر کرکټ بورډ وشي بايد ځواب يې هم د کرکټ بورډ له چارواکو يا د کرکټ بورډ له وياند څخه ورکړل شي، خو بدبختانه په افغانستان کې د کرکټ بورډ چارواکي مضر مصلحتونه کوي، خپله هېڅ نه وايي، خو د لوبغاړو يا مينوالو د نيوکو ځواب بېرته پر لوبغاړو ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې هېڅ يو لوبغاړي ته په رسمي سفر کې پر ټولنيزو رسنيو د مرکې يا نظر څرګندولو اجازه نه وي، که ترسره کوي يې هم بايد د لوبډلې له منېجر څخه اجازه واخيستل شي، خو کله چې موضوع جنجالي وي او نور جنجالونه راپاروي، نو بيا د لوبډلې مدير هم اجازه نه ورکوي چې دا کار ترسره کړي.

څو ورځې د مخه د افغان غوره ليګ سياليو لپاره د لوبغاړو د پير پروسه ترسره شوه، په دې پروسه کې ځينې لوبغاړي وانخيستل شول، چې له ډلې يې يو شاپور ځدراڼ او بل نور علي ځدراڼ و، دوی دواړو پر کرکټ بورډ تور پورې کړ، چې د دوی په نه اخيستلو کې د کرکټ بورډ لاس دی او نه غواړي چې شاپور او نور علي په افغان غوره ليګ کې ولوبېږي.

نور علي پر خپله فيسبوکپاڼه ويډيو خپره کړه او په هغې کې يې وويل: ((د افغان غوره ليګ د پير په پروسه کې د دوه لوبډلو مسولين ټول د کرکټ بورډ غړي و، ځکه هغه لوبډلې نه وې پلورل شوې، هغوی ته هم کرکټ بورډ ويل چې څوک واخلئ او څوک نه؟ پاتې درې مېزونو باندې هم يو شخص خارجي ناست و او نور به افغانان و چې د کرکټ بورډ رسمي کارکوونکي، هغوی ته کرکټ بورډ ويلي و، چې څوک واخلئ او څوک نه؟))

همدا شان په دغه ويډيو کې نور علي کرکټ بورډ پر توپيري چلندونو، ناوړه سياستونو او نورو ستونزو تورن کړ، نوموړي شېراغا همکار ته هم د نيوکې ګوته ونيوله چې ګواکې د هغه په نه اخيستلو کې يې رول درلود.

دا هم ولولئ:

د کرکټ بورډ له چاراکو سره د خبريالانو يوې نارسمي ناستې بشپړ راپور

نور علي ځدراڼ: کرکټ بورډ مې کورنۍ ته اخطارونه ورکوي

حکومتي چارواکي دې خپلې چارې سمبال کړي، کرکټ دې موږ ته پرېږدي

خو د نور علي په ځواب کې نه هم د کرکټ بورډ وياند څه وويل، نه شېراغا همکار، نه پر مېزونو ناستو افغان روزونکو او نه هم د کرکټ بورډ کوم بل چارواکي، خو د ملي لوبډلې درې مهمو لوبغاړو (محمد نبي، راشد خان، شهزاد محمد) په داسې حال کې پر فيسبوک په ژوندۍ بڼه ويډيو خپره او خپل نظرونه څرګند کړل چې دوی د اسيا جام په رسمي سفر وو او يوه شپه پس اسيا جام پيلېده.

په دغې ويډيو کې د نبي خبرې ډېرې مغرضانه، طرحه شوې او پلان شوې وې، نوموړی د نورو خبرو ترڅنګ دا هم وايي چې حکومتي چارواکو ته دا پيغام لرم چې تاسو خپلې څوکۍ او چارې سمبال کړئ کرکټ موږ ته پرېږدئ. په ټولنيزو رسنيو کې د نبي دې کار سخت غبرګونونه راوپارول او نيوکې کېدلې چې ګواکې کرکټ بورډ ورته ويلي چې دا کار ترسره کړي، خو کرکټ بورډ وايي چې موږ په هېڅ يو لوبغاړي دا کار نه کوو.

اوس راځو دې ته چې که کرکټ بورډ ورته نه وي ويلي دا کار ترسره کړي، نو لږ تر لږه اجازه يې ولې ورکوله، ځکه چې دا درې لوبغاړي په رسمي سفر باندې دي، دوی ته حتی د موبايل کارولو اجازه هم نه وي، نو بيا پر فيسبوک راتلل او هلته خپل نظرونه څرګندول وړه خبره نه ده.

په همدې ويډيو کې سميع الله شينواری د شېراغا همکار دفاع کوي، ولې شيراغا همکار پر خپله فيسبوکپاڼه ويډيو نه خپروي او خپله دفاع نه کوي؟ ولې کرکټ بورډ خپله رسمي اعلاميه نه خپروي؟ ولې هغوی خپله دفاع نه کوي چې لوبغاړو ته د خپلې يا د کرکټ بورډ د دفاع اجازه ورکول کېږي.

د دې ويډيو په ځواب کې نور علي ځدراڼ يو ځل بيا پر خپله فيسبوکپاڼه يوه ځوابيه ويډيو خپره کړه او په هغې کې يې کرکټ بورډ پر دې تورن کړ چې محمد نبي ته دوی ويلي تر څو په فيسبوک کې زما ځواب ووايي، نور علي زياتوي، کرکټ بورډ دې زموږ په منځ کې د جنجالونو د راپيدا کولو هڅې نه کوي، موږ نه بېلېدونکي يو، تاسو که پر څوکۍ ياست يا نه، خو موږ به همېش دلته يو.

په ټوله کې افغان کرکټ شنونکي، مينوال او عام ولس په دې باور دي چې د محمد نبي دا کار د کرکټ بورډ په فرمايش وو چې د محمد نبي حيثيت ته يې سخت زيان واړوه، همدا شان دا ډول کارونه د لوبغاړو تر منځ کينه هم زياتوي او د افغانستان کرکټ ته زيان هم رسوي. کرکټ بورډ دې خپل ځواب په خپله ووايي، نه پر لوبغاړو.

دا هم ولولئ:

د ملي لوبډلې لوبغاړي نور علي ځدراڼ د کرکټ بورډ پر ضد ويډيو خپره کړه

شاپور ځدراڼ: کرکټ مو د تباهۍ سره مخ کېږي، لوبغاړو سره ظلم نور بس دى