The news is by your side.

امریکا وايي، ژر تر ژره باید افغانستان کې دایمي اوربند وشي

خبریال وېبپاڼه/ امریکا د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو اترو کې په وروستي پرمختګ خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري نور باید ژر تر ژره دایمي اوربند وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو پر طرزالعمل د شوې سلا ستاینه کوي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې امریکا په مذاکراتو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکې ده او دواړه لوري باید ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو سره سلا شي.

اعلامیه کې ټینګار شوی، چې مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړو د کمېدو او دایمي اوربند سبب شي، تر څو سوله چې د ټولو افغانانو ګډه او د کلونو هیله ده تامین شي.

 د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې ټینګار پر دایمي اوربند وي.

افغان حکومت هم وایي، چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د اوربند په اړه څه نه دي ویلي او ټینګار کوي، چې تر هغو یې غوښتنې نه وي منل شوې اوربند به ونه کړي.

تېره ورځ په دوحه کې د سولې مذاکراتو څخه د افغان حکومت او طالب ډلې دواړو ویندویانو خبر ورکړ، چې دواړه لوري د طرزالعمل په ټولو مواردو هوکړې ته رسیدلي او ژر به په اصلي اجنډا جوړولو کار پیل کړي.

دوی ویلي، چې طرزالعمل کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون منل شوی، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا تېرو لسو میاشتو راهیسې چا د دوحې تړون مخالفت کاوه؟ افغان حکومت او که طالب ډلې؟ ولې دا لس میاشتې افغانان وژل کېدل؟

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.