The news is by your side.

امریکایان افغانستان کې له دوو سترو اډو پرته نورې ټولې اډې تشوي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم په دې ورستیو کې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له خپلو لسو اډو وتلي او ویلي یې دي چې دا بهیر به دوام ولري، خو د امریکا پوځ لوی درستیز وايي، چې د دوی سرتېري به د افغانستان په دوو لویو او څو کوچنیو اډو کې مېشت وي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي ویلي، چې یوازې ۲۵۰۰ سرتېري به یې په افغانستان کې پاتې وي، چې په دوو غټو او څو کوچنیو اډو کې به مېشت وي.

 هغه د یادو اډو نومونه نه دي یاد کړی، خو ویلي یې دي، چې له دوو اډو پرته به په افغانستان کې پاتې نورې ټولې نظامي اډې تشوي.

مارک مېلي همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري، د افغان پوځ د روزنې ماموریت ته ادامه ورکوي، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي او د جګړې د شدت په صورت کې د افغان پوځ ته هم د مرستې لاس ورکړي.

 هغه په افغانستان کې د سرتېرو تر وتلو وروسته راتلونکی وضعیت د بایډن د حکومت کار بولي او په خبره یې، راتلونکی حکومت به دا هر څه مدیریت کړي.

د امریکا پوځ لوی درستیز ټینګار کړی چې مذاکرات او له طالبانو سره مخامخ خبرې یو ښه انتخاب و او په دې برخه کې امریکا بریالۍ شوې ده.

امریکایان تر اوسه له کومو اډو وتلي؟

په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس امریکايي ځواکونه د هېواد په لسو ولایتونو کې له خپلو اډو وتلي دي.

د سټارانډ سترایبس امریکايي ورځپاڼې څو ورځې مخکې د افغان او امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې امریکايي پوځیان د اروزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.

د امریکایانو د وتلو په اړه اندېښنې

د ناټو سرمنشي، د ناټو غړو هېوادونو او په کور دننه یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو له افغانستانه په بېړه د امریکايي ځواکونو په وتلو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په داسې یو وضعیت کې چې جګړه لا هم روانه ده، له دې هېواده د امریکايي سرتېرو وتل ښايي د جګړې د دوام لامل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.