هانګ کانګ له سترې ماتې سره مخ شو

 

د اسيا جام سياليو په لړ کې دويمه لوبه د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې پاکستان په لوی توپير بريا خپله کړه.

د لوبې پچه هانګ کانګ وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، د توپوهنې پيل يې بريد کوونکی و، خو د پاکستان توپ اچوونکي په پرلپسې وېکټو اخيستلو بريالي شول. لومړی لوبغاړی يې پر (۱۷) او بيا ټوله لوبډله پر (۱۱۶) منډو وسوځېده، هېڅ توپوهونکی يې پر زياتو منډو جوړولو ونه توانېد، اعزاز خان و چې د خپلې لوبډلې لپاره يې (۲۷) منډې جوړې کړې.

د پاکستان توپ اچوونکو خورا ښه توپ اچونه وکړه، عثمان خان (۳)، حسن علي او شاداب (۲-۲) او فهيم اشرف د هانګ کانګ لوبډلې يو لوبغاړی وسوځاوه.

دا چې هدف ډېر وړوکی و، نو پاکستان هم ورته په ډېرې اسانۍ سره ځان ورساوه، پاکستان په (۲۴)م اوور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو په سږ کال اسيا جام کې خپله لومړۍ بريا خپله کړه، د پاکستان له لوري فخر زمان (۲۴)، امام الحق (۵۰) نا سوځېدلې او بابر اعظم (۳۳) منډې جوړې کړې. د هانګ کانګ توپ اچوونکو له لوري يوازې يو لوبغاړي (احسان خان) دوه لوبغاړي وسوځول، بل هېڅ کوم توپ اچوونکی په وېکټه اخيستلو بريالی نه شو. په دې سره پاکستان هانګ کانګ لوبډلې ته په (۸) وېکټو او د (۲۶.۳) اورونو په توپير ماته ورکړه.

که څه هم له مخکې څخه داسې برېښېده چې له دې ګروپ څخه به راتلونکي پړاو ته هندوستان او پاکستان وځي، خو له بل ګروپ څخه لا تر اوسه نه ده مالومه چې بل پړاو ته به کومې لوبډلې لار پيدا کړي، ځکه په دغه ګروپ کې بنګلادېش لوبډلې سرېلانکا ته په لوی توپير ماته ورکړې ده، اوس که افغانستان له سرېلانکا څخه لوبه وګټي، نو راساً بل پړاو ته ځي، که له سرېلانکا څخه يې وبايلي او له بنګلادېش څخه يې وګټي نو بيا به د درېواړو لوبډلو رنرېټ ته کتل کېږي او هغه دوه لوبډلې چې رنرېټ يې ښه وي، بل پړاو ته به لار پيدا کوي.

ددې سياليو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ سيالۍ سبا (دوشنبه) له سرېلانکا هېواد سره ترسره کوي.