The news is by your side.

طالبان د زرمت د سړک د جوړېدو مخنیوی کوي

خبريال وېبپاڼه/ زرمت د پکتيا يو له مهمو ولسواليو څخه ده ډېر خلک يې د ولسوالۍ بهر په کارونو بوخت دي، ددې ولسوالۍ او‌ د ولايت د مرکز ترمنځ غځېدلې لاره د رحم وړ ده، ددې سیمې خلک له ډېره وخته پورې په دې هيله دي چې دا لاره جوړه شي او بلاخره دوی ورباندې راحت خپل تګ راتګ وکړي.

د سیمې خلک وايي چې اوس د ډېرو لويو ستونزو سره مخ دي، نه خپل کور او دوکان ته په خپل وخت سودا راوړلی شي، نه په وخت خپل ناروغ روغتون ته رسولی شي.

اوس چې دې خلکو ددې سړک د جوړېدو اورېدلي و د خوشحالۍ پخپلو جامو کې نه ځايېدل، خو ددوي دې خوشحالۍ ډېر دوام ونکړ ځکه ددې سړک په جوړونکو باندې چادونې، د سړک په جوړه برخه کې بمونه ځاي په ځاي کول هغه څه دي چې ددې شرکت کارونه يې له لویې ستونزې سره مخ کړي دي.

د پکتيا ولايت امینتي چارواکي وايي طالبان ددې سړک د جوړېدو مخنيوی کوي، ددې ولايت د امنيتي چارواکو په وينا يوازې په تېره يوه مياشت کې طالبانو ددې لپاره چې د سړک جوړونې مخه ونيسي لسګونه بريدونه ترسره کړي دی.

د چارواکو په وينا چې تراوسه په دې سړک کې ۲۵ ماينونه اېښودل شوی دي، درې ځايه موټري بریدونه شوي دي، چارواکي وايي روزانه هڅه کېږي چې ددې سړک کار مخته ولاړ نشي او مخه يې ونيول شي.

طالبان هم مني چې دوی ددې سړک د جوړېدو مخنيوی کوي، د طالبانو وياند رسنیو ته ويلي دي چې دوی ځکه ددې سړک د جوړېدو مخالف دي چې دولت ورباندې نظامي اکمالات کوي، تر دې وړاندې طالبانو ويلي و چې دوی د عام المنفعه پروژو مخنیوی نکوي.

طالبان په ښکاره دا خبره کوي چې دوی د عامو خلکو د ګټو وړ پروژې نه ګواښي او نه یې تخريبوي خو په حقيقت کې دوی بيا بل څه کوي، په حقيقت کې دوی ددې ډول د پروژو د مخنیوي لپاره هر کار کوي او بیا ورته همداسې يوه بهانه ګوري چې ګواکي دولت ورڅخه نظامي ګټه اخلي، نو دولت خو اوس نشی کولی چې سړک جوړ کړي بيا دوی چې کوم وخت سفر لري په خامه کې سفر وکړي.

د طالبانو ټولې پېښې همداسې دي د يوې خوا خپل ځان د ناوړه کار، ملکي وژنې، او دا ډول ځايونو د تخريب څخه پاک ښيي د بلې خوا بيا ورته یوه بهانه جوړوي، هم یې په بریدونو کې ملک خلک ژوند د لاسه ورکوي او هم د ملت شتمنۍ ته زيان رسوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.