د افغان غوره ليګ سياليو مهالوېش اعلان شو

د افغان غوره ليګ سيالۍ د افغان کرکټ په تاريخ کې نوی باب پرانيزي، ګڼ شمېر هېوادونه چې څو لسيزې يې نړيوال کرکټ ترسره کړی دی، تر اوسه تجارتي ليګونه نه لري، ځينو يې لکه؛ (سرېلانکا) سوداګريز ليګ پيل کړ، خو بريالي نه شول چې په پرلپسې ډول دغه سيالۍ ترسره کړي.

سږ کال افغان کرکټ بورډ د (افغان پريمير ليګ) تر نامه لاندې سوداګريزې سيالۍ پلان کړې چې ګڼ شمېر نړيوال او زيات شهرت لرونکي لوبغاړي به په کې ګډون وکړي.

د افغان غوره بورډ مشر عاطف مشعل په وينا: که څه هم له زياتو ننګونو او فشارونو سره مخ و، خو بيا هم په دې وتوانېدو چې دا ليګ پلان او پر لاره واچوو، چې د راروانې اکتوبر مياشتې پر (۵)مه نېټه به پيل شي.

افغان غوره ليګ سياليو کې پنځه لوبډلې (کابل، پکتيا، ننګرهار، بلخ او کندهار) لوبېږي، چې څو ورځې وړاندې دغو لوبډلو ته کورني او بهرني لوبغاړي د يو لړ مراسمو په لړ کې وپېرل شول.

افغان کرکټ بورډ د دې سياليو لپاره مهالوېش هم اعلان کړ  چې لومړۍ لوبه به د (اکتوبر) مياشتې پر پنځمه نېټه د کابل او پکتيا لوبډلو تر منځ په شارجه کرکټ لوبغاړي کې ترسره شي. ټولې لوبډلې به خپل منځ کې اته- اته سيالۍ ترسره کوي، چې څلور غوره لوبډلې به نيمه پايلوبو ته لار پيدا کوي. دا سيالۍ به (شپاړس) ورځې دوام وکړي او پايلوبه به يې د سمپټمبر مياشتې پر (۲۱)مه نېټه ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې د ياد ليګ د پير پر پروسې ځينو ملي لوبغاړو نيوکې وکړې او کرکټ بورډ يې په توپيري چلند او د دوی په نه اخيستلو تورن کړ، خو بل لور ته د کرکټ بورډ مسولين وايي چې دوی د لوبغاړو د پير په پروسه کې هېڅ رول نه درلود، ټول کارونه د لوبډلو د مالکينو او  روزونکو له خوا پر مخ وړل کېدل.