The news is by your side.

چارواکي په کندهار کې د ۸۵ طالبانو د وژلو ادعا کوي

خبریال وېبپاڼه/ د کندهار چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پر مهال په دې ولایت کې ۱۰۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار نظامي شورا د یوې ګډې خبرپاڼه په خپرولو ویلي، دغه په ډنډ، ژړۍ، معروف او پنجوايي ولسوالیو کې ترسره شوي دي، چې په نتیجه کې یې ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور سخت ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څلور عرادې، موټرسایلکونه، دوه عرادې موټر، یو میل دهشکه، یو میل ۲۸متره توپ، یو میل هشتاد و دو، ۶۰ میله سپکې وسلې او لسګونه کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې دغه عملیات د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته د بابا صاحب ګډو نظامي عملیاتو د دوهم پړاو په ترڅ کې ترسه شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو عملیاتو کې ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي او د ترهګرو له شتونه د ولسوالیو د تصفیې عملیات په شدت دوام لري.

وسله وال طالبان بیا له خپله اړخه په جګړه کې د پرمختګ خبره کوي او وایې چې تر ارغنداب وروست یې د کندهار په میوند، ژړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو بریدونه کړي او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي، چې د ارغنداب ولسوالۍ تر تصفیې وروسته په ژړۍ، میوند او پنجوايي ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو عملیات روان دي او ژر به یادې ولسوالۍ د مخالفینو له شتونه پاکې شي.

ځايي امنیتي سرچینې د طالبانو له اړخه د جګړې د شدت خبره کوي او وايي چې طالبان د ولسوالیو تر بازارونو پورې رسېدلې او که وضعیت مهار نه شي، د ولسوالیو په شمول ګڼ نظامي ځایونه به د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

په کندهار کې وروستیو جګړه خلک هم سخت اندېښمن کړي او تر اوسه زرګونه کورنۍ له بېلابېلو ولسوالیو ښار ته ګډه شوې دي، چي د سرپناه ځایونو د نشتون ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.