fbpx

عمران خان: افغان مهاجرو ته به د پاکستان تابعيت ورکړم

د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان په کراچۍ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، هغه افغان او بنګالي مهاجرين چې په پاکستان کې زېږېدلي وي، د پاکستان تابعيت به ورکړي.

نوموړي په خپله وينا کې د کراچۍ ښار د امنيت او پاکوالي لپاره ماسټر پلان هم اعلان کړ.

مهاجرينو ته د تابعيت ورکولو په اړه عمران خان زياته کړه، دا د نړۍ اوصول دي څوک چې چېرې وزېږي د هغې هېواد تابعيت ورکول کېږي،  که په امریکا کې کوم ماشوم وزېږي، نو هغې ته د دغه هېواد پاسپورټ ورکول کېږي. بيا ولې موږ پر مهاجرينو دومره زور زياتی وکړو، دوی هم انسانان دي او بايد له خپلو حقوقو څخه محروم ونه ساتل شي، موږ به هغو ټولو بنګالي او افغان مهاجرينو ته د پاکستان تابعيت ورکوو چې ماشومان يې دلته پيدا او لوی شوي دي.

عمران خان زياته کړه، په کراچۍ ښار کې (۲۵۰) سوه زره بنګاليان او په لکونو افغانان اوسېږي، دوی ته پاسپورټونه او تذکرېې نه دي ورکول شوي، نو دوی ته کارونه هم نه دي پيدا شوي، پايله يې دا شوې چې په کراچۍ کې يو محروم قشر پيدا شوی او د همدې محروميت له امله خلک جنايتونه هم ترسره کوي، عمران خان دا کار خپل لومړيتوب وباله. ددې ترڅنګ عمران خان د واک په لومړيو ورځو کې ويلي و چې له افغانستان سره د اروپايي اتحاديې په څېر ازاد تګ راتګ رامنځته کړي.

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو لپاره اداره په پاکستان کې د افغانانو شمېر شاوخوا یو نیم ملیون  ښايي، چې نومونه يې ثبت او خپل ژوند کوي، خو د پاکستان چارواکي ادعا کوي چې د قانوني او ناقانونه افغانانو شمېر په دغه هېواد کې له درې ميليونه څخه تر څلور ميليونو پورې رسېږي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شول، چې دې کار په پاکستان کې د افغان مهاجرينو شمېر راکم کړ.