The news is by your side.

روسیه راتلونکې اوونۍ په دې هېواد کې د کرونا واکسین وېشي

خبریال وېب پاڼه/ د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین راتلونکې اوونۍ د دې هېواد له لوري د جوړو شویو واکسینو د وېشلو امر کړی.

پوتین نن په یو خبري ناسته کې امر کړی چې د واکسیناسینو داوطلبانو ته دې راتلونکې اوونۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې واکسینو لړۍ دې په ټول هېواد کې پیل شي.

نوموړي زیاته کړې ډاکټران او روغتیا پالان به د واکسینو اخیستلو په لومړۍ کټګورۍ کې وي.

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین داسې مهال د واکسینو د وېش امر ورکوي، چې په دغه هېواد کې په یوه شپه ورځ کې د کرونا نه د ٥٨٩ تنو د مړینې خبر ورکول شوی.

روسیه به په راتلونکو څو ورځو کې د ٢ میلیون ډوزو په شاوخوا کې نور واکسین هم تولید کړي.د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا د روسیې له دوو واکسین یو تولید شوی واکسین دی چې په داخلي کچه تأیید شوي او د یاد هېواد له لوري د درېیم پر جوړېدو او تولید هم کار روان دی.

تېره میاشت روسیې خبر ورکړی وو چې دا واکسین په سلو کې ٩٢ سلنه اغېزمن دي او زیاتو خلکو ته به له کووېډ١٩ ناروغۍ نجات ورکړي.

تر اوسه په روسیه کې ٣٢٧ زره تنه په کووېډ١٩ ناروغۍ اخته دي او له ٤١ زره تنو زیات وګړي له نې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې برېټانایې هم اعلان کړی چې د امریکایي فایزر شرکت تولید شوي واکسین به په دې هېواد کې په راتلونکې اوونۍ کې ووېشي.

برېټانیا له فایزر امریکایي شرکت ٤٠ میلیون ډوزه واکسین غوښتي چې د دوه میلیونو کسانو ته به د تطبیق لپاره کافي وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.