The news is by your side.

حکومت وايي، طالبانو تېره میاشت کې ۱۳۴ ملکي وګړي شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ کورنیو چارو وزارت وایي، چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې د خپلو یرغلیزو بریدونو پر مهال ۱۳۴ ملګي وګړي شهیدان او ۳۴۲ نور یې ټپیان کړي دي.

 د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې طالبانو دغه شمېر کسانو ته په تېره یوه میاشت کې د یرغلیزو، ځانمرګي بریدونو او ماین چاودنو په پایله کې مرګه ژوبله اړولې ده.

هغه د ملکیانو وژنه بشري جنایت بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا چاره د منلو نه ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې را هیسې په هیواد کې د جګړې میدان لا هم ګرم شوی او هره ورځ د هیواد له بېلابېلو برخو د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه راځي.

تېره ورځ په دوحه کې د سولې مذاکراتو څخه د افغان حکومت او طالب ډلې دواړو ویندویانو خبر ورکړ، چې دواړه لوري د طرزالعمل په ټولو مواردو هوکړې ته رسیدلي او ژر به په اصلي اجنډا جوړولو کار پیل کړي.

د افغان حکومت او طالب ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو کې وروستیو پرمختګونو افغانان هیله مند کړي، چې نور به د جګړې ډګر سوړ او د افغانانو د وینې بهېدلو لړۍ به ودرېږي، خو د ښکېلو اړخونو ترمنځ دایمي اوربند یې د خپلې اساسي غوښتنې په توګه مطرح کړې ده.

امریکا هم د طالبانو او افغاني لوري ترمنځ د سولې خبرو کې وروستي پرمختګونه ستایلي او ټینګار یې کړی، چې ژر تر ژره باید ښکېل اړخونه اوربند وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې ټینګار پر دایمي اوربند وي.

افغان حکومت هم وایي، چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د اوربند په اړه څه نه دي ویلي او ټینګار کوي، چې تر هغو یې چې د سولې پیلېدونکو مذاکراتو کې اساسي غوښتنې نه وي منل شوې اوربند به ونه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.