The news is by your side.

شپږو هېوادونو تازه افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

خبریال وېبپاڼه/ امریکا، المان، اندونیزیا، ناروې، ازبکستان او قطر د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی او له ښکېلو اړخونو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

المان، اندونیزیا، ناروې، ازبکستان او قطر د ګډې اعلامیې په خپرولو هیله ښودلې، چې دا خبرې به په افغانستان کې یو سوله ییز جوړجاړي ته لار پرانیزي.

اعلامیه کاږي، دوی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بولي او له دواړه لوریو غوښتنه کوي چې د تاوتریخوالي کمښت ته لومړیتوب ورکړي او په خپلو ګډو هڅو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

همدا راز امریکا د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو اترو کې په وروستي پرمختګ خوښي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري نور باید ژر تر ژره دایمي اوربند وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو پر طرزالعمل د شوې سلا ستاینه کوي او وايي، چې دواړه لوري باید ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو سره سلا شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې ټینګار پر دایمي اوربند وي.

افغان حکومت هم وایي، چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.

تېره ورځ په دوحه کې د سولې مذاکراتو څخه د افغان حکومت او طالب ډلې دواړو ویندویانو خبر ورکړ، چې دواړه لوري د طرزالعمل په ټولو مواردو هوکړې ته رسیدلي او ژر به په اصلي اجنډا جوړولو کار پیل کړي.

 وسله والو طالبانو تر اوسه د اوربند په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې ویلي وو، چې تر هغو یې د سولې خپلمنځي مذاکراتو کې اساسي غوښتنې نه وي منل شوې اوربند به ونه کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.