fbpx

د ملي جنبش ګوند دفتر پخوانی مشر وژل شوی

په بغلان ولایت کې د ملي جنبش ګوند دفتر پخوانی مشر مولوي غوث الدین نن سهار ووژل شو.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې مولوي غوث الدین نن سه شنبه ورځ سهار هغه مهال چې له جومات څخه خپل کور خواته روان وو، د برید موخه ګرځول شوی دی. د ښاغلي دوستم دفتر ویلي چې د ملي جنبش ګوند دفتر پخوانی مشر د طالبانو له خوا وژل شوی خو سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د ملي جنبش ګوند دا غړی د ناپېژنده وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، ناپېژنده وسله والو وروسته له دې چې غوث الدین موخه ګرځولی، له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشر احمد ینج رسنیو ته ویلي چې دا ګوند په بغلان ولایت کې له هیچ چا سره دښمني نه لري او دده په وینا شونی ده دا یوه ترهګریزه پېښه وي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم د یوې اعلاميې په خپرولو سره د غوث الدین وژنه غندلی او ویلي چې دی په بغلان ولایت کې د ملي جنبش ګوند یوله فعالانو څخه وو.