fbpx

څنګه درته ووايم چې موږ پاکستانيان يو، يواځې تابعيت نه لرو

يادښت: د پاکستان لومړي وزير عمران خان تر بيان وروسته، چې يې ويلي و (په پاکستان کې مېشت افغانانو او بنګاليانو ته پاکستانى تابعيت ورکوي) يوه پاکستاني ليکوال د يوې افغانې کورنۍ په اړه دا ليکنه کړې، چې موږ هم تاسې ته ټکي په ټکي ژباړلې او درته يې خپروو. خبريال

هغه ورځ سهار نهه بجې دروازه ونه وهل شوه، زموږ اشپز خېر علي له خپل وخت څخه مخکې راغلى و. زه چې له کوټې څخه راووتم نو هغه په اشپزخانه کې په چوکۍ ځوړند سر ناست و، زه لږ پرېشانه شوم، ځکه چې خېر علي ډېر خندان دى. د پاخه عمر خېر علي د کابل ښار څنډو ته پراته قبايلو سره تړون لري، کله چې مې هم سهار وويني، نو يو فارسي شعر راته وايي، زه يې په شعرونو نه پوهېږم، خو په بېتونو کې چې خپل نوم واورم، نو پوه شم چې زما په ليدو يې ذهن ته راغى.

زه ترې پوښتنه کوم:

((خېر علي وروره! خېريت خو دى؟))

((خېريت دى، تشکر.))

((قابل تشکر نيست.)) زه ورته په خندا کې وايم، دا جمله مې هم له ده څخه زده کړې.

ما ترې بيا وپوښتل، چې خېريت دى نو دا مخ دې ولې داسې راځوړند دى؟

څه درته ووايم شوذېب وروره! تاته خو پته ده چې زما لور کره ماشوم وزېږېد، د خداى شکر دى چې هر څه ښه دي. د شپې يوه بجه له روغتون څخه کور ته راغلم، سهار ٤ بجې دروازه چا په زوره زوره وهله، ما دروازه خلاصه کړه، بهر پوليس ولاړ و. يو راته وويل، چې تا د شپې کور ته وسله راوړې، ما ورته ډېر وويل چې ما خو د شپې ماشوم راوړ، وسله مې نه ده راوړې، خو هغه راته وويل چې ستا د کور خواته په کمره کې مو وليدې، چې کوم شى دې پټ راوړ. ما ورته وويل چې زموږ کور کې ماشوم زېږېدلى، هغه مو له روغتون راوړ. هغوى سره ښځينه پوليسه هم وه، هغې له ښځو پوښتنه وکړه چې په کور کې مو ماشوم زېږېدلى؟ لور مې ورته (هو) وکړل نو له هغې وروسته پوليس لاړل.

ماشومان مې سخت ويرېدلي دي، زموږ ژوند ډېر خراب دى. پوليس راته وايي چې د ماسخوتن له ٩ بجو مخکې بايد کور ته لاړ شئ، له هغې وروسته به له کوره بهر نه راوځئ. کله چې مو پوليس ودروي، نو يوه خبره راته کوي، چې ته افغان يې، خپل کارټ وښايه. چې کارټ ورته وښايو هم پېسې رانه اخلي، يوه ورځ يې په خپله کوڅه کې ونيولم او درې سوه روپۍ يې رانه واخيستې، ويل يې که پېسې نه راکوې، نو تاڼې ته دې بوځم.

په داسې حالت کې به نو ما خېر علي ته څه دلاسه ورکړې واى، بس يوه اوږده ساه مې راښکله.

خېر علي له ٤٠ کلونو راهيسې پاکستان کې ژوند کوي، واده يې هم پاکستان کې کړى، مېرمن يې خپلوانه ده. ٥ لوڼه او ١ زوى لري. زوي له يې واده کړى او د خپلې مېرمنې سره په څه لاره جرمني ته رسېدلى دى، خو تراوسه يې قبولي نه ده ترلاسه کړې او هلته د کډوالو په کمپ کې ژوند کوي.

يوه لور يې هم واده شوې، خاوند يې پاکستانى دى. پايله يې دا شوه چې د خېر علي نوسيان به پاکستانى تابعيت ترلاسه کړي، خو د دې ماشومانو مور به پاکستانۍ نه وي. که څه هم هغه همدلته زېږېدلې ده او په ټول ژوند کې يواځې يو ځل، د خپل واده پر مهال افغانستان ته تللې.

د خېر علي زوي هم افغانستان يواځې يو ځل ليدلى، هغه مهال، کله چې جرمني ته روان و، نو له افغانستان څخه لاړ.

نور ماشومان يې همدلته پېدا شول، لوى شول، تر انټر او بي اې پورې زده کړې يې وکړې، نورې زده کړې يې ځکه ونه کړې چې چرته يې داخله ترلاسه نه کړه.

د خپلۍ منځومې لور په اړه چې هغه کله خبرې کوي، نو غږ يې ژړغونى شي.

د خداى شکر دى، زما لور ډېره زيارکښه ده، کالج کې يې ورته لېپټاپ هم ورکړى و، خو دوه ورځې وروسته يې ترې بېرته واخيست. ورته يې ويل، چې ته افغانه يې، تاته لېپټاپ نه شو درکولاى، زما زړه ډېر ودردېده.

ما بيا يوه اوږده ساه راښکله.

((خو خېر علي! تا د پاکستان شناختي کارټ ولې جوړ نه کړ؟)) زه ترې پوښتنه کوم.

شوذېب وروره! چې نوى نوى راغلم نو هغه په ٢٠ روپۍ شناختي کارټ جوړېده، ټولو جوړ کړ، ما ويل چې دلته خو د څو ورځو لپاره راغلي يو بېرته به خپل وطن ته ځو، اوس ٤٠ کاله ووتل، بېرته لاړ نه شوم. ټول ماشومان همدلته پېدا شول، خو بيا هم ټول ماته وايي چې ته افغان يې.

اوس زه څنګه دا خلک پوه کړم، چې موږ ټول پاکستانيان يو، يواځې تابعيت نه لرو. اوس هر ٦ مياشتې وروسته زه او مېرمن مې افغانستان ته ځو، هلته په پاسپورټ وېزه لګوو او بېرته پاکستان ته راځو. که په يخنۍ کې لاړم، تاله به وچه مېوه هم راوړم، کابل کې ډېره ارزانه ده.

دوه کاله وشول، چې خېر علي دا فرياد کوي چې په پاکستان کې يې د بچو هېڅ راتلونکى نشته. د خېر علي يوه لور، چې د څو ورځو لپاره ورته يو وخت لېپټاپ هم ورکړل شوى و، په ټيليفون راسره په ډېره ښايسته اردو کې خبرې کوي، چې د انګليسي توري هم پکې واضحه ښکاري، تل راته وايي چې د دندې په پېدا کولو کې ورسره مرسته وکړم. هغې بي کام کړى دى، په انګليسي، اردو او فارسي ډېره ښه پوهېږي، خو د دومره وړتيا پرته هم په تېرو شپږو مياشتو کې هېڅ ځاى کې په واسطه هم ورته کار پېدا نه شو.

دا ليکنه ځکه کوم، چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان په کراچۍ کې په خپل يو بيان کې وويل، چې افغانانو، بنګاليانو او برمي کډوالو ته، چې په پاکستان کې له تېرو ٣٠ يا ٤٠ کلونو راهيسې ژوند کوي، ماشومانو ته به يې شناختي کارټونه ورکول کېږي. له کراچۍ چې بېرته اسلام اباد ته راشي، تر ټولو لومړى به همدا کار ترسره کوي. ما له دفتره خېر علي ته زنګ وواهه او دا د خوشحالۍ خبر مې ورته ورکړ، ما فکر وکړ چې هغه به د دې خبر په اورېدو ډېر خوشحاله شي، خو کيسه سرچپه شوه، هغه راته وويل:

پرېږده وروره! موږ له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې دا خبرې اورو. ته راته ووايه، پنځه بجې راځې که نه؟ زه پنځه بجې بازار ته په سودا پسې ځم.

زه تراوسه په دې فکر کې يم چې داسې کوم توري پېدا کړم، چې خېر علي ته باور ورکړم چې په پاکستان کې اوس نوى حکومت راغلى دى او دا اوس نوى پاکستان دى، اوس به داسې څه نه کېږي، کوم چې له تېرو ٤٠ کلونو راهيسې کېدل، خو زه تراوسه په دې نه يم بريالى شوى.

ليکوال : شوذب عسکري

ژباړه : خبريال

يادونه: د پاکستان صدراعظم تېره ورځ د پاکستان په کراچۍ کې اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو او بنګاليانو ته پاکستانى تابعيت ورکوي، چې دې کار سره يې يوې خواته د پاکستانيانو غوسه راپارولې، نو بلخوا يو شمېر هغه خلک، چې په دغه هېواد کې غېر قانوني ژوند کوي، په دې خبره خوشحالي ښکاره کوي. خو دوى نه پوهېږي چې پاکستان په نړيواله کچه خپل حېثيت له لاسه ورکړى دى او دا کار يواځې د دې لپاره کوي، چې خپل نړېوال حېثيت بېرته ترلاسه کړي، خو افغانان يا نور خلک دې په دې نه خوشحالېږي، که پاکستان په دغه هېواد کې چاته تابعيت ورکړي، هم د ګوتو په شمېر يو څه کسانو ته به يې ورکړي او په نړيواله کچه به د دغه کار لپاره تبليغات وکړي.

د شوذب عسکري دا ليکنه رښتينې ليکنه ده، چې په پاکستان کې د يوې افغانې کورنۍ په اړه يې کړې ده، يواځې د کورنۍ نومونه يې مستعار ليکلي دي، تر څو د دغه کورنۍ اصليت راښکاره نه شي، خو داسې ډېرې کورنۍ په پاکستان کې شته، چې که پاکستانى تابعيت هم نه لري، بيا هم همدا وايي، چې دوى پاکستانيان دي، حال دا چې زيات شمېر يې په پاکستان کې د افغانستان په پاسپورټ ژوند کوي.

Loading...