fbpx

نواز شريف، لور او زوم يې له زندانه خوشې شو

په ايون فيلډ ريفرنس کې زنداني شوي د پاکستان پخوانى لومړى وزير نواز شريف، د هغه لور مريم نواز او زوم صفدر يې له زندانه خوشې شول، چې له خوشې کېدو وروسته لاهور ته لاړل.

د اسلام اباد سترې محکمې د دوى جزا لغوه کړه او وې ويل چې نېب په دوى هېڅ تور نه دى ثابت کړى، ځکه تراوسه پورې يې هېڅ داسې اسناد وړاندې نه کړل، چې دوى تورن وګڼل شي، نو په همدې اساس يې د احتساب عدالت پرېکړه رد کړه او درې واړو د خوشې کېدو پرېکړه يې اعلان کړه.

د نواز شريف، مريم نواز او صفدر په خوشې کېدو کې که يوې خواته د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند پلويان خوشحالۍ لمانځي، نو بلخوا بيا د نېب مشر ويلي دي، چې دوى به سترې محکمې ته ځي او د درېواړو د خوشې کېدو پر ضد به عريضه کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي دي، چې دوى د محکمې د پرېکړى درناوى کوي، ځکه محکمه ازاده ده او د انصاف تر مخه خپلې پرېکړې کوي. هغه ويلي، چې مخکې کومه پرېکړه شوې وه، دوى د هغې درناوى هم کړى و او اوس د دې پرېکړې درناوى هم کوي.

خو بلخوا د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر احسن اقبال بيا وايي، چې په نواز شريف قضيه يواځې د دې لپاره وه، چې عمران خان په درغلۍ د پاکستان صدراعظم وټاکل شي او نواز شريف له صحنې بهر کړاى شي.

همدا راز يو شمېر نورو پاکستاني سياستوالو هم ورته خبره تکرار کړې ده، دوى مخکې هم همدا خبره کړې وه، چې پاکستان د پوځ له خوا په زوره له صحنې ويستل شوى دى او د پاکستان پوځ نه غواړي چې د مسلم ن ګوند يا هم نواز شريف دې بريالى شي، پوځ دا هر څه د عمران خان د بريا لپاره وکړل او اوس چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شو، بېرته يې د محکمې له لارې، د نواز شريف جزا لغوه کړه.

Loading...