The news is by your side.

ښوونځي جومات ته انتقالول او د بوديجې نشتون

 خبريال وېبپاڼه/ تېره ورځ د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دوی په داسې يوه طرحه کار کوي چې په بنسټ به يې له لومړي ټولګي نيولې تر درېيمه ټولګي پورې ماشومان د ښوونځي په ځای په جوماتونو کې زده کړې کوي.

د پوهنې وزارت دې پرېکړې ته ګڼ غبرګونونه وښودل چې مطلق اکثریت یې مخالف و، د پخلاينې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ان نن وويل چې د معارف وزارت دې پرېکړې او طرحې دی ګنګس کړی دی.

ايا حکومت بنسټګرايی ته مخه کړې؟
ځينې کسانو داسې فکر وکړ چې د طالبانو د طرف پله درنه ده نو کېدی شي حکومت ځینې داسې کړنې ترسره کړي چې د بنسټپالنې او اسلام ګرايی خواته ځان نېږدې وښيی، خو دا تحليل په ډېرو نازکو تارونه تړل شوی ځکه چې د حکومت موجود ذهنیت د بنسټ پالنې سره د نېږدې او لرې هېڅ اړيکه نلري.

ان د پوهنې د وزرات مشرتابه د بنسټ پالنې سره هېڅ ډول اړيکې نلري، بلکې مطلق ميلان يې ديموکراتيو اصولو ته دی، نو ويلی شو چې د حکومت دا طرحه د بنسټ پالنې سره هېڅ تړاو نلري.

حکومت بوديجه نلري
د پوهنې د وزرات ددې طرحې سره داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي حکومت بوديجه نلري دا چې دا ګنګوسې به څومره په ځای وي غوڅه خبره کول ګران دي، خو د حکومت د فساد حملو ته چې سړي ګوري نو شک يې زيات شي.

که دری ټولګي جوماتونه ته انتقال شي نو حکومت به د ګڼو ښوونکو له معاش ورکولو څخه خلاص شي او په دې ډول به خپل عيش او فساد ته په لا پراخه توګه دوام ورکړي.

د طرحې متفکر مغز
دا طرحه څه ډول سنجول شوې ذهن پکې ګيچ کېږي، جوماتونه چېرته دومره ظرفيت لري چې څو ټولګي پکې ځای په ځای شي، که ومنو چې همدا ټولګي پکې په بېلابېلو وختونو کې ځای شول نو درسي ماحول به څه ډول وي، د یوې ډلې يا ټولګي غږ درس او هرڅه به سل سلنه مستقيم بل ټولګی اوري، زده کړيالان به څه ډول خپل تمرکز راټولوي.

په دې طرحه کې ځینې دينی کتابونه هم ماشومانو ته سپارښتنه شوې چې اصلا د یوه ماشوم د ذهني وړتیا او جوړښت سره سمون نه خوري، مثال د امام غزالي د کيمياي سعادت سپارښتنه شوې ده، چې ځینې مذهبي او ځينې مغلق تصوفي مسايل دي، دا د یوه ماشوم هېڅ په درد نه خوري‌.

د حکومت دا طرحه یو ځل بیا په‌ ګوته کوي چې په افغان ملت کوم ډول کسان واکمن دي، څوک د بانکونو کمرې بندوي، څوک په پښتو او دری نه پوهېږي څوک د لومړي ټولګي په ماشوم کيمياي سعادت وايي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.