The news is by your side.

تازه؛ په ننګرهار کې یوه ښځینه خبریال شهیده شوه

خبریال وېبپاڼه/ مخ پټو وسله والو نن سهار په ننګرهار کې د ملاله میوند په نوم یوه ښځینه خبریاله له خپل موټرچلوونکی محمدطاهر سره یو ځای په شهادت رسولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خبریال وېبپاڼې ته وویل، پېښه نن سهار اوو بجې او لس دقیقې د جلال اباد ښار په درېمیه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، ملاله میوند له کوره د دفتر پر لور روانه وه، چې له وسله وال برید سره مخ شوه.

په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

څو اوونۍ مخکې په هلمند کې د محمدالیاس داعي په نوم یو خبریال د ده پر موټر د چسپکي ماین په چادونه کې شهید کړل شو.

حکومت وار ـ وار ویلي چې خبریالانو ته به پاملرنه زیاتوي، خو په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، تر دې چې د شهیدو کړل شویو خبریالانو قضیې یې لا نه دي څېړلي.

داسې ښکاري چې دا کار په سیستماتیک ډول کېږي او په یو ډول د بیان ازادي غږ د ټیټولو هڅه ده، ځکه دا پېښې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ترسره کېږي، خو نه یوازې د دې پېښو مخنیوی نه دی شوی، بلکې عاملین یې هم نه دي په نښه او نیول شوي
طالبان هم د دا ډول پېښو مسوولیت نه اخلي او وايي چې په دوی پورې اړه نه لري.

بیان ازادي چې د حکومت په خوله د دوی د تېرو څه باندې ۱۹ کلونو لاسته راوړنه ده، په ساتلو کې یې خپله حکومت پاتې راغلی او د بیان ازادي مدعیان یو په بل پسې په شهادت رسېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.