fbpx

د پاکستان تابعیت که د افغانستان تجزیه؟

ليکوال : شفيق الله آرين

په وروستیوکې پاکستان یوځل بیا د افغانستان په وړاندې دوه مخی سیاست لوبوي او غواړي یو شمیرافغان کډوالو ته د پاکستان خرڅ شوی تابعیت ورکړي، دا چې پاکستان ولې وغوښتل وروسته د عمران خان د بریا د افغانانو په وړاندې داسې کړنې ترسره کړي، تر شا یې ډیری خبرې او ډیری فلسفې پرتې دي.

تاریخ روښانه کړې چې پاکستان د افغانستان په وړاندې تل له داسې لارو چارو کار اخستی ترڅو څنګه وشي کولی افغانستان د ځان په ګټه ولوبوي او د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې د له منځه وړلو لاره پیدا او د پولې دواړه خوا ولسونه د دې کرښې د منلو لپاره را اوچت کړي.

پاکستان د تابعیت ویشنې لرۍ تنها په پاکستان کې د میشتو کډوالو لپاره نه ترسره کوي بلکې د دوی لوى هدف د دواړو خواوو د قومونو لاسته راوړل دي، او پاکستان غواړي ترڅو د پولې دواړه خواوو ته لکه د پاکستاني پیژندپاڼو په شان د تابعیت د ویشنې لړۍ هم پیل کړي.

پاکستان د نورو لارو په بندېدو اوس غواړي داسې کړنې ترسره کړي ترڅو د یو اړخ نه نړیوالو ته دا روښانه کړي چې ګوا کې د افغانستان په وړاندې یې سیاست بدلون موندلی، او د بلې خوا هغه فشارونه چې نړیوالو پر پاکستان راوستي هغه له منځه یوسي.

شفيق الله آرين
شفيق الله آرين

له بده مرغه افغان حکومت هم د پاکستان دوه مخي سیاست ته په ښه سترګه کتلي او دا کړنې یې د دواړو هیوادونو لپاره مزبتې بللې، چې افغان دولت هم د داسې کړنو په مقابل کې کوم خاص دریځ او یا هم کومه روښانه تګلاره نه لري نو ځکه اوس غواړي افغان کډوال په ګاونډیو هیوادونوکې د تل لپاره میشت کړي.

افغان حکومت د دې توان نه لري تر څو پاکستان ته، تر اټک پورې د خپلې خاورې خبره وکړي، او دا روښانه کړي چې څنګه باید یو شخص په خپله خاوره کې د بل هیواد تابعیت ترلاسه کړي، افغان دولت ته پکار وه تر څو د پاکستان دا خبره یې په کلکو ټکو غندلې او افغان کډوالو ته یې دا روحیه وربښلې وه چې دا خاوره ستاسو خپله خاوره ده او هیڅکله هم د بل هیواد تابعیت تاسو ته د منلو وړ نه شو بللی.

د پولې دواړې خوا قومونه روښانه دریځ لري او په کراتو یې افغان حکومت ته د ډیورنډ د کرښې خبره کړې چې ګواکې زموږ لخوا د منلو وړ نه ده او باید افغان حکومت د ډیورنډ کرښې په اړه روښانه دریځ وړاندې کړي.

خو بدبختانه افغانستان یو ځل بیا غواړې د پاکستان د خوشحالۍ لپاره د ډیورنډ د کرښې قومونه د قربانۍ ښکار کړي، او یو ځل بیا یې د پاکستان لاسپوڅي جوړ او آن د خرڅ شوو ټاپه پرې ولګوي، کابل ته د پولې هغې خوا د مشرانو راتګ او د هغو دریځونه یو ځل بیا د خاورو سره خاورې شو.

پاکستان د عمران خان په راوستلو سره غواړي د افغانستان پر وړاندې ټول پټ او ښکاره پلانونه عملي کړي، د پاکستان دولت لخوا عمران خان د سیمې په کچه یو کمزوری شخص شمیرل شوی وو، خو دا چې څنګه یې دومره لوړه بریا تر لاسه کړه یواځینی عامل یې همدا بللی شو چې ګواکې د پاکستان د چارواکو په وینا عمران خان یو پښتون دی او کولی شي د افغانستان د چارواکو زړه په دروغو او ریښتیاوو لاسته راوړي، تر څو افغان دولت د پاکستان پر وړاندې کوم دریځ روښانه نه کړي، او تل خوش باوري شتون پیدا کړي.

پاکستان یوځل بیا د افغانستان خوله په حلوا خوږه کړه او یو ځل بیا یې هغه لاره وموندله تر څو افغانان لکه د تل په څیر د پاکستاني د ملاتړ وروسته د خپلې خاورې پر ضد وکاروي، او افغانستان همدا شان ناامنه او له بدبختیو سره مل کړي، او لرې دې نه وي که چیرته پاکستان افغان کډوالو ته د تابعیت ورکولو لړۍ پیل کړي نو نیم افغانستان به د پاکستان تابعیت ولري او دا د افغانستان د تجزیه لپاره یوه روښانه لار بللی شو، چې پړه به یې په اوس مهاله حکومت وي.

افغان حکومت د پاکستاني سیاست تر اغیزې لاندې راغلی او پاکستان تل خپل هدفونه په افغانستان پیاده کوي، لرې دي نه وي چې یو ځل بیا به د پولې پورته مشران د افغان حکومت نه د غچ اخستلو نارې وهي او د پاکستان په لمسون به د افغانستان په وړاندې لاسونه تر ټوپک ورسوي.

Loading...