The news is by your side.

امنیتي ځواکونو د ملالۍ او داعي قاتلين ونیول

امنیتي ځواکونو د ملالۍ او داعي قاتلين ونیول

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې په نژدې موده کې افغانستان خپل وده وياړلي خبريالان له لاسه ورکړل امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې ددوی دواړو قاتلين ژوندي ونيسي.

الیاس داعي چې د ازادۍ راډيو خبريال و او په هلمند ولايت کې د يوه چسپکي ماين په واسطه په شهادت ورسیده پرون يې قاتل د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شو، دده قاتل پخپل‌‌ جرم اعتراف کړی دی او امنيتي سرچينو د همدې قاتل د اعتراف ویډیو هم خپره کړې ده.

پرون بيا افغانستان خپله يوه وفاداره خبرياله ملالۍ ميوند له لاسه ورکړه، ملالۍ میوند چې په ننګرهار کې د انعکاس تلويزيون خبرياله وه، هغه د افغان ولس ستونزې په میړانه د چارواکو سره شريکولې، د پښتون ژغورنې غورځنګ کلکه ملاتړې وه او د مظلومان غږ وه.

هغه په داسې حال کې په شهادت ورسېده چې پخپل کور يوازنۍ روزي راؤړونکې ګڼل کېده، د ملالۍ په شهادت‌ د هغه د کورنۍ ملا ماته شوه، خو پښتون پلار یې پخپلو اوښکو کې بيا هم ويل چې د افغانستان او افغان انسان لپاره د ځان او نورو ملالو قربانۍ ته تيار دی، خو د امنيتي ځواکونو او چارواکو څخه غوښتل چې عدالت بايد تامين شي د لور قاتلین یې ونيول او په سخته سزا ورسېږي.

پرون ناوخته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل اعلان کړ چې د‌ ملالې شهيدې قاتل يې ژوندی نيولی‌ دی، قاتل پخپل جرم هم اعتراف کړی دی، امرخیل پرون د‌ ملالۍ له کورنۍ د او ننګرهار او افغان ولس سره ژمنه کړې وه چې د ملالۍ ميوند قاتلين به پسي او د خپلو اعمالو په سزا به يې رسوي.

امرخېل ويلي چې دی شخصاً دا قضيه څاري او او تر هغه به يې څاري ترڅو چې ملالې قاتلين پخپله سزا ورسېږي.

ولس څه غواړي؟
د دوه داسې خبريالانو چې ولس او هېواد ته صادق و شهادت افغانان واقعاً دردولي دي، الیاس داعي چې کلونه کېږي افغانان يې له غږ سره اشنا و او ملاله ميوند چې له ډېر وخت راهيسې یې خلک له غږ او څېرې دواړو سره اشنا و له لاسه ورکول د افغان ملت لپاره سخت تمام شول.

ولس لکه څنګه چې ددوی د قاتلینو د نیولو غوښتونکی و اوس دا غواړي چې ددوی سزا دې هم علني وي او ترټولو په سخته سزا دې ورسېږي، هغه کسان چې غواړي د افغانانو د مظلومیت غږ خاموش کړي هغه کسان چې غواړي ددې مخه ونيسي چې افغانان په دې خبر نشي چې په افغانستان کې څه تېرېږي بايد په موجوده ترټولو ستره سزا ورسېږي.

ددې مجرمينو سره بايد داسې چلند وشي ترڅو قاتلین او ددوی تر شاه ډلې پوه شي چې عمل خپله پايله لري، کله چې مجرم د خپل جرم په سزا ورسېږي نو بيا نور ددې ډول جرمونو لپاره زړه نه ښه کوي ځکه پوهېږي چې دوی به د خپل عمل جزا ويني خو که مجرم سبا خلاصې تڼۍ ګرځي نو نور همدا وژل او وحشت يو عادي کار ګڼي او د افغانستان کدرونه هره ورځ د افغانستان څخه اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.