بدخشان کې موټر سیند ته لوېدلی؛ د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه دي

خبریال وېبپاڼه/ د بدخشان کوکچې سیند ته د موټر د لوېدوله امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي.

پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د دې ډول پېښو لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل کېږي.

له دې وړاندې هم تر ډېره د ژمي پر مهال کوکچې سیند ته موټر لوېدلي دي.

بې کیفیته سړکونه

که څه هم په تېرو ددو لسیزو کې د افغانستان په ګوټ ـ ګوټ کې زیات عمومي او فرعي سړکونه جوړشوي دي، خو د کیفیت د خرابوالي او معیار ته پام نه کولو له امله ډېری وخت پکې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او له کبله یې ډېر کسان وژل کېږي.

فرعي لارې خو هسې خرابې دي او تر اوسه لا ډېری هغه خامې دي، خو د لویو ولایتونو او پلازمینې کابل ترمنځ د غځېدلو لارو لکه کابل ـ کندهار د سړکونو جوړښت ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او نږدې سلګونه کسا په دې لار د ترافیکي پېښو له امله وژل شوي دي.

ناامني

بل خوا ناامني په دې لارو ستونزې لا زیاتې کړې دي، حکومت نه دی توانېدلی چې د دې لارو امنیت ونیسي، ځکه خو شرکتونه هم زړه نه ښه کوي چې د دغو سړکونو د رغونې پروژې ونیسي.

حکومت او طالب ته پکار ده، چې د عامه تاسیساتو د رغولو او ساتلو په برخه کې جدي ګامونه واخلي او د ولس په ستوني پښه کېنږدي، چې حد اقل دا غم ځپلی ملت خو لږ تر لږه خدماتو ته لاسرسی پیدا کړی.

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum