fbpx

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګډه پوله پرانېستل شوه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ  د چمن پوله  او په  تفتان کې د پاکستان او ايران  ګډه  پوله  نن د خلکو پرمخ  پرانيستل شوه. پولې د عاشورا د مراسمو له  کبله تړل شوې وې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ  ګډه پوله  چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ  موقعيت لري، د دوو ورځو لپاره  د خلکو د تګ راتګ  او تجارت  پرمخ  تړل شوې، نن د شنبې په ورځ   بېرته  د حکومتي چارواکيو په  امر پرانيستل شوه.

د دې ترڅنګ  د پاکستان او ايران ترمنځ  د تفتان پوله  هم د دوو ورځو لپاره تړل شوې وه. د عاشورا د مراسمو له  کبله  تړل پر لويو لارو هم  د امنيتي سرتېرو پوستې ځای پرځای شوې وې.

د چمن مرستيال کمشنر عبدالله شفقت  شاهواني رسنيو ته  ويلي و، چې پوله  د عاشورا د مراسمو له  امله  د دوو ورځو لپاره تړل شوې چې  د شنبې به  د خلکو او تجارت  پرمخ  پرانيستل شي.

 نوموړي زياته کړې، چې په  ايالت کې عاشورا د مراسمو پر مهال د نورو سيمو ترڅنګ  په چمن کې هم سخت  امنيتي تدابير نيول شوي او پر لويو لارو امنيتي سرتېري ځای پرځای شوي وو.

د پولي د تړل کېدو له امله  د خلکو تګ راتګ بند او په سلګونه  بار وړونکي موټر دواړو خواو ته  ولاړ بند پاتي وو. خو اوس د پولي له پرانېستلو سره  د خلکو او بار وړونکي موټرو تګ راتګ يوار بيا پيل شوی دی.

پاکستان او افغانستان پر چمن ګډه پوله لري، چې هره ورځ  د پولې له  لارې شاوخوا دوه  زره کسان  تګ راتګ کوي.