fbpx

اسيايي شورا او ملي لوبغاړو د (فضلي) پر ټاکنه خوښي څرګنده کړې

د افغانستان کرکټ بورډ نوي مشرد اسیايي شورا په غونډه کې ګدون وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ نوي مشرښاغلي عزیزالله فضلي داسې مهال د کرکټ د اسیايي شورا په غونډه کې ګډون وکړ چې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایه مشر شفیق الله ستانکزي او پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل هم حضور درلود.

افغان کرکټ بورډ په خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې اسياي شورا د عزيز الله فضلي په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې، ځکه چې نوموړی په کرکټ بورډ کې اوږده مخينه لري.

کرکټ بورډ زياتوي: ((د افغانستان کرکټ بورډ نوي مشر ښاغلي فضلي د پنجشنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره هم لیده کاته وکړل، ملي لوبغاړو هم د ښاغلي فضلي په مشر کېدو خوښي وښودله. ورسره همهاله پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل له ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه، د کرکټ بورډ مشرتابه او د ملي لوبډلې لوبغاړو یو د لوبې کمیس او یو بیټ ښاغلي مشعل ته ډالۍ کړل چې لوبغاړو پرې لاسلیکونه کړي وو.))

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې د مخه ملي لوبغاړي راشد خان د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ د دغې ادارې پخواني مشر (عاطف مشعل) ته ډالۍ کړه، نوموړي وويل: عاطف مشعل د افغانستان کرکټ لپاره ډېر خدمت کړی، ځکه ورته دا وياړ ډالۍ کوم.