fbpx

دبلخ معترضینو دپوهني ریاست دروازه وتړله

بلخ کې معترضینو وشوای کولای چې دهمدې ولایت د پوهنې ریاست لویه دروازه دکارکونکو اومراجعینوپه وړندې وتړي.

په مزارشريف ښار کې يو شمېر معترضينو وروسته له هغه د بلخ د پوهنې رياست دروازه وتړله او هلته يې د تحصن خېمې ودرولې چې پوهنې وزارت د معين په ګډون يوه پلاوي غوښتل په بلخ کې د پوهنې نوی رييس په رسمي ډول معرفي کړي.

خښمیدلي لاریو کونکي دعظیم الحق عظیم په پلوي دهمدې ولایت دپوهني ریاست ځکه وتاړه چې دې ریاستي څوکۍ ته دوه کسان معارفي و.

 له همدې امله پوهنې وزارت يو ځل بيا د بلخ پوهنې رياست لپاره ازموينه اخيستې چې د مزارشريف اوسېدونکی علي الله اميري په کې بريالی شوی دی خودې خبرخپریدوسره د بلخ لسګونه اوسېدونکي د عظيم الحق عظيمي په ملاتړ د بلخ پوهنې رياست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي او د ياد رياست دروازه يې د مراجعينو پر مخ تړلې ده.

ځايي مسؤلین وايي چې یاد ریاست درقابتونو ښکار شوی ،کیدای سي ترې لویه سیاسي مسئله وزیږي،هغوی وايي چې یوه ډله دوسله والو اوبله دولت معرفي کړې چې درایوپه اکثریت یې یاد ریاست ته ورپيژندلی.