fbpx

د هندي پوځ مشر: اوس بايد پاکستان ته هم درد ورکړو

د هندي پوځ مشر بيپين روات ويلي دي، چې هند ته پکار دي چې د پاکستان پر ضد سخت ګامونه پورته کړي او د پاکستان پوځ او ترهګرو ته سخت ځواب ورکړي.

هندي رسنۍ ليکي، چې د پوځ مشر وايي، چې هند ته پکار دي چې پاکستان د هم د هغوى په ژبه کې بايد ځواب ورکړل شي.

جنرال بيپين روات وايي، د پاکستان پوځ او ترهګر چې کوم ناوړه کارونه ترسره کوي، پکار ده چې موږ دوى ته سخت ځواب ورکړو او اوس وخت رارسېدلى دى، چې د دوى پر ضد سخت ګامونه پورته کړو او دوى د همدوى په ژبه پوه کړو.

د هند د پوځ مشر وايي، زه وايم بايد داسې وشي، کوم درد چې موږ ته رسېدلى دى، له دې زيات درد بايد پاکستان ته ورورسوو، تر څو هغوى هم پوه شي چې ترهګري څه ګټه او تاوان لري.

نوموړي د هند هغه پرېکړه وستايله، چې يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره ليدنه لغوه کړه او وې ويل، چې خبرې او ترهګري يو ځاى نه شي تللى.

هغه وايي، زه فکر کوم چې زموږ حکومت په دې اړه ښکاره پالېسي لري، موږ همدا وايو، چې يوې خواته ترهګري کوئ او بلخوا خبرې کوئ، داسې خو نه کېږي.

هغه وويل، پاکستان به په هر حال د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي.

ياده دې وي چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان هند ته د خبرو اترو وړانديز کړى و، چې په دې لړ کې هند منلې وه، چې د هند د بهرنيو چارو وزيره سشما سوراج به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره وويني، خو هند بيا ياده ناسته لغوه کړه او وې ويل چې پاکستان تر څو له ترهګرۍ لاس نه وي اخيستى، خبرې ورسره هېڅ معنا نه لري.