The news is by your side.

د راشد خان پر ضد د پاکستان ناوړه تبليغات

کله هم چې د افغانستان لوبډله پرعروج وي، يا يې کوم لوبغاړی په نړۍ کې ځلېږي، نو د پاکستان هېواد مغرضې او دروغجنې رسنۍ پرې بېلابېل تورونه لګوي.

يو وخت يې د افغان لوبډلې په اړه راپورونه خپرول چې ټول لوبغاړي يې په پاکستان کې تمرينات کوي او له دې ځايه بيا د لوبو لپاره نورې نړۍ ته سفرونه کوي، دا تبليغات يې په دې خاطر کول چې نړۍ ته دا وښايي چې افغان لوبډله د پاکستان دويمه لوبډله ده او دا خبره يې په ډېرو رسنيو کې خپره شوې هم وه.

کله چې شهزاد محمدي نړيوال شهرت وموند او د نړيوالو ورته پام شو، نو پر هغه يې تورونه پورې کول چې نوموړی پاکستانی دی، دا تبليغات په دې خاطر و، چې نړيوالو ته دا ثبوت کړي چې هر استعداد لرونکی پاکستانی دی.

کله چې ګلبدين نایب د زمبابوی پر وړاندې په زړه پورې سيالۍ ترسره کړې او نه هېرېدونکې لوبې يې وګټلې، نو پاکستاني رسنيو  ګلبدین نايب ته هم خوله ورواچوله او هغه يې پاکستانی ياد کړ.

اوس دادی د راشد خان وار دی، پاکستاني رسنۍ خبر خپور کړی چې راشد خان او ټوله کورنۍ يې پاکستاني پاسپورټونه او شناختي کارډونه لري او په دغه هېواد کې سوداګري، کورونه او اوسېدنځايونه لري، دا په ټوله کې د راشد خان د بدنامولو او د نوموړي د فکر خرابولو په پار کېږي.راشد خان

پاکستان تل د افغانانو له احساساتو کار اخيستی، د افغانانو په داخلي موضوعاتو کې يې مداخلت کړی، افغانان يې له يو بل سره په يو نوم او بل نوم جنګولي، پر افغانانو يې ډول ډول ټاپې لګولې، ان له اسلامه د وتلو ټاپې يې هم پر تندي وروهلې دي او بېرته يې نور افغانان د هغوی پر خلاف راپاڅولي، اوس يې پر ملي لوبغاړو د پاکستاني کېدو، يا پاکستاني شناختي کارتونو اخيستلو تورونه پورې کړي، تر څو نور افغانان يې پر خلاف راوپاروي او تر منځ يې (جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) پيل کړي.

پاکستان په دې پوهېږي چې د افغانانو په زړونو کې د پاکستان لپاره نفرت تر بريده اووښتی دی، نو که پر هر چا دې د پاکستان تور ولګوه، افغانان به يې ونه بښي او دومره به يې وځپي چې کرکټ لا څه کوې، له ژونده به يې وغورځوي.

پاکستان تل هڅه کړې چې د افغان لوبغاړو لپاره د افغانانو په زړونو کې نفرت پيدا کړي، ولس يې د لوبغاړو پر خلاف راپاڅوي، لوبغاړي يې پر فکري او روحي ډول وځپي، ځکه که څه هم کرکټ تر ډېره فزيکي لوبه ده، خو تر دې ډېره فکري لوبه هم ده.

همدا شان پاکستان هڅه کوي، نړيوالو ته د افغان لوبډلې هر استعداد يا پاکستانی وروپېژني، يا پاکستانی توليد.پاکستانۍ رسنۍ

خو دلته ځينې افغانان په ناشعوري ډول د دغې شومو اهدافو لپاره کار کوي او په دې نه پوهېږي چې پاکستاني رسنۍ چې څه غواړي زه هم همغه هدف ورپوره کوم.  ځکه پاکستانۍ رسنۍ په خپل راپور کې له خپل حکومته غوښتي چې جدي څېړنې وکړي او دا موضوع روښانه کړي چې راشد خان او د هغه کورنۍ ته د دغه هېواد شناختي کارډونه چا او په کوم دليل ورکړي دي، مخکې له دې چې عام پاکستانيان دا موضوع وشاربي او حکومت پر اقدام کولو مجبور کړي، دلته ځينو افغانان پر ټولنيزو رسنيو دې موضوع ته هوا ورکول غواړي او د پاکستانۍ رسنۍ هدف په ناشعوري ډول پوره کول غواړي.

دا مسئله بايد حل شي، خو داسې نه چې په يو مهم وخت کې د لوبغاړو فکر دې موضوع ته راواوړي او ذهناً خراب شي. موږ کولای شو په يوا داسې وخت کې چې ملي لوبډله کومې نړيوالې سيالۍ ونه لري، کرکټ بورډ ته وړانديز وکړي چې د ملي لوبغاړو لپاره يوه تګلاره جوړه او عملي يې کړي.