fbpx

هند: پاکستان ته ځواب ورکوو؛ پاکستان: موږ جنګ ته تيار يو

د هندي پوځ مشر ويلي دي چې نور بايد پاکستان او ترهګرو ته هم د هغوى په ژبه کې ځواب ورکړو او د پاکستان او ترهګرو په ضد سخت ګامونه پورته کړي، په ځواب کې يې د پاکستان پوځ ويلي دي، چې دوى هر وخت جنګ ته تيار دي.

هندي رسنۍ ليکي، چې د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي، چې هند ته پکار دي چې پاکستان د هم د هغوى په ژبه کې بايد ځواب ورکړل شي.

جنرال بيپين روات وايي، د پاکستان پوځ او ترهګر چې کوم ناوړه کارونه ترسره کوي، پکار ده چې موږ دوى ته سخت ځواب ورکړو او اوس وخت رارسېدلى دى، چې د دوى پر ضد سخت ګامونه پورته کړو او دوى د همدوى په ژبه پوه کړو.جنرال بيپين روات

د هند د پوځ مشر وايي، زه وايم بايد داسې وشي، کوم درد چې موږ ته رسېدلى دى، له دې زيات درد بايد پاکستان ته ورورسوو، تر څو هغوى هم پوه شي چې ترهګري څه ګټه او تاوان لري.

بلخوا د پاکستان رسنۍ ليکي، چې د پاکستان د پوځ وياند آصف غفور وايي، چې هند جنګ ته تيارى نيسي او موږ هم د جنګ لپاره ځانونه تيار کړي دي. هغه زياتوي، موږ په تېرو دوه لسيزو کې په خپل هېواد کې سوله راوسته، اوس موږ غواړو چې په ټوله سيمه کې سوله راشي او د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيار يو، خو که د هند زړه وي چې جنګ وکړي، نو موږ بيا جنګ ته هم تيار يو.

بلخوا د هند د پوځ مشر د هندي دولت هغه پرېکړه وستايله، چې يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سره ليدنه لغوه کړه او وې ويل، چې خبرې او ترهګري يو ځاى نه شي تللى.

هغه وايي، زه فکر کوم چې زموږ حکومت په دې اړه ښکاره پالېسي لري، موږ همدا وايو، چې يوې خواته ترهګري کوئ او بلخوا خبرې کوئ، داسې خو نه کېږي.

هغه وويل، پاکستان به په هر حال د ترهګرو پټنځايونه له منځه وړي.

همدا راز د پاکستان د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف هم په خپل يوه بيان کې ويلي دي، چې د هند د جنګ ارمان به هند ته ډېر ګران تمام شي.

ياده دې وي چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان هند ته د خبرو اترو وړانديز کړى و، چې په دې لړ کې هند منلې وه، چې د هند د بهرنيو چارو وزيره سشما سوراج به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره وويني، خو هند بيا ياده ناسته لغوه کړه او وې ويل چې پاکستان تر څو له ترهګرۍ لاس نه وي اخيستى، خبرې ورسره هېڅ معنا نه لري.د عمران خان

که د هند او پاکستان تاريخ ته وکتل شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ په ١٩٦٥، ١٩٧١ او ١٩٩٩ کې درې لوى جنګونه ترسره شوي، چې په درې واړه جنګونه کې پاکستان شرموونکې ماته خوړلې، تر دې پورې چې په ١٩٧١ کې هند له پاکستان څخه د بنګال ځمکه ازاده کړه او د بنګله دېش په نوم يو نوى هېواد پکې جوړ شو. همدا راز په ١٩٦٥ کې د هند پوځ تر نيمايي زيات لاهور نيولى و او په لاهور يې خپل بېرغونه لګولي و، خو بيا د يوې معاهدې په کولو سره بېرته په شا شول. همدا راز په ١٩٩٩ کې هم هند پاکستان ته شرموونکې ماته ورکړه، خو پاکستان تل خپل ولس ته وايي، چې په درې واړه جنګونو کې يې پاکستان مات کړى دى، خو هېڅوک دا پوښتنه نه کوي، چې د ١٩٧١ په جنګ ېک ٩٠ زره پاکستاني پوځيان څنګه د هند قېد ته ورغلل؟