fbpx

د سالمې روغتیا لپاره څه کول په کار دي؟

زرغونه شیزاد

ګټور غذايي مواد د هر انسان د روغتيا د ساتنې لپاره يو مهم عامل ګڼل کېږي. د انسان د بدن دفاعي میکانیزم د ملیونونو میکروبونو په مقابل کې له بدن څخه ساتنه او دفاع کوي.

د دا څو ټکو په پام کې نیولو سره کولی شو سالمه روغتیا ولرو او مکروبونو ته اجازه ور نه کړو چې موږ په ناروغۍ اخته کړي.

سپورت وکړئ

علمي څیړنو ښودلې ده چې د عضلاتو منظم تمرين لکه په کراره منډه، له دوو امساګانو ته ورته لرګیو سره قدم وهل او لږ ترلږه د ۲۰ دقیقو له پاره په اونۍ کې دری واره پیاده یا پلي ګرځیدل کولی شي د انسان د بدن مدافع سیستم پیاوړی کړي. خو متوجه اوسئ چې د بدن تر توان زیات تمرينونه کیدای شي د بدن مدافع سیستم د کمزورې کیدو سبب هم شي

 

 

ګټور خواړه وخورئ

زموږ د بدن دفاعي سیستم مختلفو موادو ته اړتیا لري چې میوې او سبزیجات یې پوره کوي. له دې امله موږ باید له مختلف ډوله خوړو څخه استفاده کړو. ستروس لکه نارنج، لیمو، ملته … داسې نور

 

 

 

په ۲۴ ساعتونو کې خوبه ته مو پاملرنه وکړئ

په کافي اندازه او ښه خوب د انسان بدن ته انرژي وربخښي او د ستړتیا د رفع کیدو سبب ګرځي. خو یوازې خوب کافي نه دی. انسان باید ژور خوب وکړي. د ژور خوب په وخت کې عصبي پیغام رسونکي ریشتې چې یو ډول کیمیاوي مواد دي آزادیږي، چې په پېله کې د سالیمې روغتیا سبب کیږي

 

 

 

 

ځان خوشاله اوساتئ

څيړنو ښودلې ده چې خوش طبعي، میلان او له ژوند سره مينه د انسان دفاعي سیستم پياوړی کوي او په روغتیا پوره اغیزه لري. خندا او خوشحالي نه یوازې د انسان د ژوند کیفیت ښه کوي، بلکې د یو شمیر میکروبونو او ویروسونو په مقابل کې د انسان د بدن مقاومت هم زیاتوي

 

له ډېرو خوږو له خوړولو ډډه وکړئ

څیړنو ثابته کړې ده چې د انسان په بدن کې د یو شمیر قندي موادو لکه فرکتوز او ګلوکوز جذب یا حلیدل په هغه اندازه ویټامين مصرفوي چې په بدن کې وجود نه لري. له همدې امله باید د شکرې کارونې ته پام وکړئ، ترڅو سالمه روغتیا ولرئ.

لیکنه: زرغونه شیزاد