fbpx

ناټو د انتخاباتو د امنیت په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یوه لوړ پوړي جنرال ډاډ ورکړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د امنیت لپاره به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.

له ارګ رالیږل شوې خبرپاڼه وايي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په استازیتوب  جنرال انډریو پوپاس ډاډ ورکړی چې د امنیت د تامین او ښو ټاکنو د ترسره کولو په موخه به خپل ټول امکانات د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو په واک کې ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې هغه دغه راز د ټاکنو د امنیتي پلان د تطبیق په موخه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپلې هراړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د ارګ وینا، د راتلونکو ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه د امنیتي او دفاعي قواوو اختتامیه غونډه پرون ماښام په ارګ ماڼی کې جوړه شوه.

سرچینه زیاته وي، چې په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر غړو سربېره د قول اردوګانو قومندانانو، د امنیت رئیسانو او د هېواد د یو شمېر ولایتونو د امنیې قومندانانو هم حضور درلود.