The news is by your side.

مسکو دسولې دطرحې په جزئیاتوخبرې کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوب ویلي چې د روسیې په کوربه توب د سولې په ناسته کې افغان حکومت ګډون کوي.

که څه هم کابلوف د ناستې کره نېټه په ډاګه نه کړه خو ویې ویل چې دا مهال د ناستې پر جزیاتو خبرې روانې دي.

کابلوف وویل، (( کابل هوډ لري چې د مسکو په کوربه توب ناسته کې ګډون وکړي. دا مهال د ناستې پر څرنګوالی خبرې روانې دي. اوسمهال دا مهمه نه ده چې ناسته به کله ترسره کېږي،

مهمه دا ده چې د غونډې جزیات به څه وي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغان حکومت یو لوړوپوړی پلاوی چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه کوله روسیې ته لاړ چې د سولې ناستې په تړاو خبرې وکړي.