The news is by your side.

غوره رهبر (مشر) دغه لس ځانګړنې لري

جان سي میسکویل رهبري په دې ډول څېړلې ده: رهبر هغه شخصیت ته ویل کیږي، څوک چې چارې اداره او نورو ته یې د عمل لپاره لارښوونه وکړي. دا چې غوره رهبر کومې ځانګړنې لري، موږ یې دلته روښانه کوو.

١-: تل ریښتینی وي او سپڅلی زړه لري

غوره رهبر په کار ځای کې ښه چال چلند ته ادامه ورکوي او د کارمندانو تر مېنځ هېڅ ډول توپیري چلند نه کوي، ټولو ته په ښه او نرمه لهجه سپارښتنې/لارښوونې کوي او له همدې آمله ترې ټول همکاران  خوښ او راضي وي.

٢-: پر ځان باور لري

که اغېزناکه رهبري کول غواړئ، نو باید پر ځان کافي باور او اطمېنان ولرئ.  کچېرې پر ځان باور نه شئ کولای، نو پریکړې به مو ناسمې او شخصیت به مو پڅ فکره ثابت شي. غوره رهبر هر وخت پر ځان باوري وي او هر ډول اقداماتو ته چمتوالی لري.

٣-: نور لمسوي (زړه ورکوي)

د غوره رهبر لپاره تر ټولو ستونزمنه دا وي چې څنګه کاري ټيم خپلو مسوولیتونو ته وهڅوي. د کاري ډلې هڅول اداري چارې ښې او منظمې مخته بیایي او هغوی ته ډېر داد ورکوي.

٤-: له جدیت او احساساتو کار نه اخلي.

غوره رهبر په رسمیاتو کې له کارمندانو سره له جدي پریکړو کار نه اخلي او ستونزو ته په حوصلې د حل لاره را باسي. که یو رهبر له جدیت او احساساتو کار واخلي، د کاري ډلې پر نورو غړو هم منفي اثر غورځولای شي، چې بیا دا چاره یوازې او یوازې د کارونو د خنډ او ځنډ سره لامل ګرځي او د رهبر لپاره دا خواشینوونکی حالت وي.

٥-: ښه ویناوال وي

غوره رهبر د ښې ویناوالۍ مهارت لري او په دغه هنر کې ښه اشنايي لري، دغه راز هر وخت د اړتیا سره سم د مجلس پر وخت او نورو ځایونو کې ښه، روانه، او فصیحه لهجه کاروي. همدا راز د اړتیا پر وخت له ژبه ورو خلکو سره پر ټاکل شوې موضوع ښه بحث او استدلال هم کولای شي.

٦-: د ښو پریکړو وړتیا لري

غوره ټاکنه، د حقایقو څخه ملاتړ او د ښو پریکړو وړتیا د غوره رهبر سترې ځانګړنې وي. پریکړه د رهبر لخوا کیږي او پرسونل یې اطاعت کوي. رهبر باید ښه او ژور فکر ولري او وړاندې له پریکړې باید لومړی موضوع ښه وسنجوي؛ ځکه هره سنجول شوې پریکړه د کاري ډلي د ملاتړ او هڅونې سره مله وي.

٧-: خپل مسوولیت پيژني

یو ښه رهبر تل له ملامتیا په امان وي، ځکه هغه پوهیږي چې باید څه؛ څه وخت او څنګه وکړي؟ له انسان تېروتنه کیږي، خو هوښياران یې بیا د تکرار د مخنیوي هڅه کوي، څو د دوهم ځل لپاره یې تېروتنه تکراري نه شي.

٨-: وړ اشخاصو ته چارې سپاري

انسان په یوازې ځان ډېر څه نه شي کولای، نو له همدې آمله اړ دی چې له نورو مرسته وغواړي، څو په ګډه خپلې چارې مخته یوسي. دا چې کوم کارونه کوم ډول شخصیت ته وسپارل شي، دا د رهبر پورې تړاو لري، خو غوره رهبر بېلابېلو افرادو/اشخاصو ته د مسلک اړوند چارې سپاري.

٩-: غوره رهبر نوښت ته لېواله وي

په چارو کې بیا بیا بدلون د پرمختګ سبب ګرځي، ددې لپاره چې د رهبر لخوا د ادرې ټول چارې منظمې او په عصري بڼه مخته ولاړې شي، نو لازمي ده چې بدلون او نوښت پکې وکړي، داسې نوښت چې له وړاندې پکې د پرمختګ شونتیا ترسترګو شوې وي.

نوښت کول د اداري د غړو له لورې د بېلابېلو افکارو او تبصرو وروسته پراختیا مومي.

١٠-: د خواخوږۍ او ښادۍ پاللو مهارت لري

رهبر باید د خپلو مامورینو او کارمندانو سره د ښادۍ او غم شریکۍ پاللو کې برخه واخلي. زیات رهبران له خپلو کارمندانو سره یادې اړیکې یا هېڅ نه پالي او یا ورته کمه رنګه توجه کوي، د بېلابېلو کارمندانو سره  د رهبر ددې عمل تکرار د اړیکو د کمېدو لامل ګرځي.

د غوره رهبر لویه ځانګړتیا دا هم وي چې د خپلو کارمندانو ستونزې او د هغوی اړتیاوې ورته تر هر څه لومړیتوب لري او د هغی درد خپل درد او خوښي یې خپله خوښي ګڼي، ددې په مقابل کې یې کارمندان زیات ملاتړي وي او په هر ډول حالاتو کې یې تر شاه ولاړ وي.

ژباړن: حضرت عثمان نوري

…………………………………………………………………………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.