fbpx

پر افغان غوره ليګ د پاکستان بل ګذار، خپل لوبغاړي يې منع کړل

پاکستان له افغان غوره ليګ سياليو څخه خپل لوبغاړي منع کړي او د دې ليګ د بدنامولو لپاره يې پراخ تبليغات پر لاره اچولي دي.

د پاکستان يو خصوصي ټلوېزيون پر خپله وېبپاڼه خبر خپور کړی چې د دغه هېواد کرکټ بورډ خپلو هغو لوبغاړو ته چې تر اوسه يې له ملي لوبډلې څخه استعفا نه وي کړې، خبر ورکړی چې په افغان پريمير ليګ کې د لوبېدو اجازه نه لري، يوازې هغه لوبغاړي کولای شپه په يادو سياليو کې ولوبېږي چې د پاکستان له ملي لوبډلې څخه يې استعفا ورکړې وي.

د پاکستان کرکټ بورډ د دغې پرېکړې له مخې؛ وهاب رياض، سهيل تنوير، محمد عرفان، فهيم اشرف، محمد حفيظ، کامران اکمل او افتخار احمد په افغان کرکټ ليګ کې نه شي لوبېدلی، يوازې شاهد افريدی کولای شي په دې ليګ کې ولوبېږي، ځکه چې نوموړي پخوا له پاکستان کرکټ ملي لوبډلې څخه استعفا ورکړې.

افغان کرکټ بورډ څو وړاندې ويلي و چې پاکستان نه غوښتل ترڅو افغانستان پريمير ليګ ترسره شي، د کرکټ بورډ د مسولينو په وينا، پاکستان درې مياشتې هڅه وکړه چې په اماراتو کې د افغان پريمير ليګ سياليو ته خنډونه پيدا کړي او دا ليګ په اماراتو کې ترسره نه شي، دوی اماراتو ته ويلي و، که افغان پريمير ليګ دلته ترسره کېږي، موږ خپل ليګ نه ترسره کوو.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنيو په تېرو دوه ورځو کې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو په اړه بېلابېل منفي خبرونه خپاره کړ، تر څو د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته زيان واړوي.

همدا شان د پاکستان يوې رسنۍ خبر خپور کړی چې په اسيا جام سياليو کې افغان لوبغاړي محمد شهزاد ته د خرابې لوبې کولو په بدل کې د رشوت ورکولو وړانديز شوی چې شهزاد د کرکټ نړيوالې شورا ته خپل رسمي شکايت کړی، دغې رسنۍ زياته کړې چې د رشوت وړانديز د افغانستان پريمير ليګ د لوبډلو د څښتنانو څخه يو شخص دی، خو د دې ادعا لپاره يې هېڅ کومه رسمي سرچينه نه ده مشخصه کړې.

د کرکټ افغان شنونکي وايي پاکستان په داسې راپورونو خپرولو غواړي افغان پريمير ليګ بدنام او د ترسره کېدا مخه يې ونيسي.