fbpx

افغان لوبډله له اسيا جام سياليو څخه بهر شوه

بنګلدېش د (۲۰۱۸)م کال اسيا جام سياليو په دويم پړاو کې افغانستان ته ماته ورکړه او افغان لوبډله يې له اسيا جام سياليو څخه بهر کړه.

پچه د بنګلدېش لوبډلمشر مشرفي مرتضی وګټله او د لومړۍ توپوهنې پرېکړه يې وکړه، بنګلدېش  لوبډلې افغان لوبډلې ته د (۷) لوبغاړو په سوځېدو (۲۵۰) منډې هدف وټاکه، که څه هم د بنګلدېش لوبډلې لومړي پنځه لوبغاړي پر (۹۱) منډو سوځېدلي وو، خو د محمد الله او امر القيس اوږده ملګرتيا د دې لامل شوه چې بنګلدېش خپلې منډې تر (۲۴۹) ورسولې، محمد الله (۷۴) او امر القيس (۷۲) منډې ترسره کړې. د افغان توپ اچوونکو له لوري افتاب عالم (۳)، مجيب او راشد يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

افغان لوبډلې د تېرو سياليو په څېر لومړي لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، احسان الله (۸) او رحمت شاه چې په منډه وسوځېد يوه منډه جوړه کړه، ورپسې محمد شهزاد پر (۵۳)، اصغر افغان پر (۳۹)، حشمت الله شاهدي پر (۷۱) او محمد نبي پر (۳۸) منډو وسوځېد، سميع الله شينواری او راشد خان پر ويشتنځای ولاړ و او په شپږو توپونو اته منډې پاتې وې، چې مستفيض الرحمن د خپلې لوبډلې لپاره وروستی اوور ترسره کاوه، راشد خان پر لومړي توپ دوه منډې وکړې، پر دويم توپ وسوځېد، سميع الله شينواری درېيم توپ ته مخامخ و، چې پر دغه توپ يوه منډه راغله، پر څلورم توپ ګلبدين نايب منډه جوړه نه کړای شوه، پر پنځم توپ بيا د (لېګ بای) يوه منډه راغله په وروستي توپ څلورو منډو ته اړتيا وه چې سميع الله شينواري ونه شو کړای څلوريزه ووهي او دغه لوبه په خپل نوم کړي.

د بنګلدېش توپ اچوونکو له لوري مرتضی او مستفيض الرحمن دوه- دوه، محمد الله او شکېب الحسن بيا يو- يو لوبغاړی وسوځاوه.

په دې سره افغان لوبډله له سياليو بهر او پايلوبې ته د بنګلدېش لوبډلې وتلو هيلې نورې هم زياتې شوې، که بنګلدېش لوبډله په راتلونکې سيالۍ کې پاکستان ته ماته ورکړي، نو له هندوستان سره به د دې سياليو پايلوبه ترسره کړي.