fbpx

سپېڅلي خلک په مردارو لاسو کې ! میرویس افغان

د افغانستان د کرکټ اکثره ځوانان د کلیو او بانډو څخه وچ کلک د کریکټسره د میني پر بنسټ تر دې ځایه رارسېدليدي .‌

ځیني یې لوستي نه دياو ځینو یې په داسي حالاتو او وخت کې زدکړي کړې دي چې تر ډېره بریده یې زدکړي په نشت حساب دي .

له سپیرو کوڅو راوتي دا ځوانان اوس لوی لوی نومونه دي ، خو د ډېریو فکريلوړوالی یې هم هغسي پاتې دی .

دوی غواړي د نړۍ د نورو لوبغاړو په ډول له خپلو خوښونکو سره نېژدې وه اوسي ، خو د کریکیټ بورډ مشران او په ځانګړي ډول منیجر شیر اغا همکار دوی میډیا او رسنیو سره له خبرو کولو را ګرځوي .

دا چې دا لوبغاړي غواړيځانونه ولس ته نېژدې کړي نو د سوشل میډیا او تلیفونونو په مټ خپل ولس ته د نېژدې کېدو هڅه کوي او په داسيحال کې چې سهار یې لوبه وی دوی تر نیمو شپو په فیس بوک کې پوسټونه کويیا د تلیفون په مټ له خپلو دوستانو سره کیسې کوي .

او د هم دغو لوبغاړو خبره ده چې شیر اغا همکار په هر بهرنيسفر کې د شپې په ځینو داسيکړنو بوخت ويچې یادول یې دلته ناسم کار دی .

دا چې شیر اغا همکار پخپله ځینيلوييتېروتنې کړيدي نو ډېری لوبغاړو ته په زغرده دا نشيویلای چې تاسو تلیفونونه مه کاروئ ، یا دشپې پر وخت ویده شئاو یا هم هغوی ته د کاريمصروفیت سره سره تفریحيمواقع برا بره کړي .

په هره نړۍ واله لوبه کې افغان لوبغاړيلیدل شوي دې چې د شپې بهر ګرځي او کریکټ ته تر پاملرنې ځان او شخصي پالنو ته زیاته پاملرنه کوي .‌

دا د لوبغاړو ګناه ځکه نه ده چې هغوی نه پوهېږي .

که چېرته کریکټ بورډ غواړيچې لوبغاړي یې له رسنیو لیري پاتې نشي هغوی ته دي د ژورنالیزم یو استاد چې لوړي زدکړي ولريمعلم مقرر کړي چې په دې یې وپوهوي چې له رسنیو سره څه ډول او کوميخبري شریکي کړي . دا کار د نړۍ ډیری هیوادونه له خپلو سپورتي ټیمونو سره کوي .

هم دا راز د افغان لوبغاړو پر ناسته پاسته او دهغوی پر شخصي جامو نیوکيشته دي ، د هغوی په تړاو هم کولای شي چې لوبغاړو ته لنډ مهاله کورسونه ورکړل شي او د دوی د شخصیت د لا نورو لوړېدا لپاره زدکړيورکړل شي‌.

لوبغاړی باید د لوبي په ډګر کې ونه ژاړي ، او خپل احساسات کنټرول کړي

کله چې د لوبغاړو دا ستونزيحل شي بیا به هغوی پر یوه لوبه پوره تمرکز کولای شي .

افغان لوبغاړيکله کله دومريزیات ډاډه شيچې لوی  لوی ټیمونه ورته هیڅ برېښي او دا ډاډ د دوی د ماتې سبب وګرځي ، چې ښه مثال یې تېره ورځ په اسیا جام سیالیو کې له بنګله دېش نه ماتې وه .

دوی د بنګله دېش د ټیم لپاره تیاري نه وه نیولې ځکه یې لوبه وبایلله .‌

د پاکستان سره لوبه احساساتي وه ،خو بنګله دیش سره لوبه د نه پاملرنې له کبله وبایلل شوه .

د افغان کریکټ ټیم سلیکټران هم باید و پوهول شي چې د لوبي لپاره تر شخصي اړیکو او ګټو ور ها خوا ملي ګتي په پام کې ونیسي .

  نوروز منګل دي خپل ورور احسان الله نور نه لوبوي ، هغه ښه نتیجه نه ده ورکړې او همېشه د لوبيپه سر کې اوټ شي او ټوله لوبډله تر فشار لاندي راولي ، خیر دی کې احسان الله د منګل صیب ورور دی خو وړتیا یې کمزورې ده .

له بنګله دېش سره نبي ته په کار وو په احتیاط لوبېدلی وای ، خو هغه ونه شو کړای او احساساتي لوبه یې وکړه او ژر اوټ شو.   

موږ یوازې درې توپ اچوونکو او دوه الراونډرانو سره لوبېږو چې نورې لوبډلې له پنځو توپ اچوونکو او دوه الراونډرانو سره لوبېږي.

په توپ اچونه کې مو ټوله تکیه پر راشد او مجیب وي او په توپوهنه کې پر رحمت او حشمت وي، نور لوبغاړي خپل مسولیت نه ادا کوي.

له بده مرغه له بنګلدیش سره په لوبه کې راشد هم ونه ځلیدو .

تیز توپ اچونکي کمزوري دي ، په کار دي نوروز منګل صیب داسي ځوانان راوباسي چې د نورو لوبډلو مقابله په وکړای شو .

ګلبدین له ۲۰۱۶ راهيسې په توپوهنه کې نه ځلېږي، لیکن بیا هم ورته ولاړ دی او خپل ځای نه پرېږدي . .

محمد نبي چې په ټول عمر کې له لوبډلې نه دی کښنول شوی په تېرو  لسو لوبو کې  یې کومه نیمه سلیزه نه ده وهلې باید بل لوبغاړي ته ځای پرېږدي.

شهزاد نور د بیټینګ وړ نه دی ، په کار دي د هغه پر فلډینګ کار وشي او د کریکټ بورډ نور د هغه معادل ولټوي .

له افغان کریکټ سره د هیواد والو هیلياو ارمانونه تړلي دي ، اوکه چېرته یوه وړه تېروتنه هم کېږينو دا دولس په احساساتو ډېر بد اثر کوي .

کریکټ بورډ ته په کار دي چې د افغان لوبغاړو منیجر بدل کړي ، دوه علته دی یو د هغه پر شخصیت نیوکي زیاتي شوی او بل لوبغاړي ورسره سپین سترګي شوي دي او سترګه نه ترې کوي .

یوازي د ښاغلي مشعل په لیري کېدو بدلون نشي راتللای ، بلکه پورته یادي شوې نکتې باید په پام کې ونیول شي .

او که افغان کریکټ بورډ غواړي چې لوبغاړي یې په نړۍ واله او ملي کچه په میچ فکسینګ کې ښکېل نشي ، نور دي د لوبغاړو پر تلیفونونو کنټرول ولګوي او هغوی دي د عامو خلکو په ډول نه پرېږدي چې په بازارونو کې وګرځي ، ځکه دوی عام خلک نه بلکه دافغان ولس استازي او سپیڅليخلک دي په مردارو لاسونو کې لوېدلي دي .