The news is by your side.

زابل کې يوه بندي درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

د زابل چارواکي وايي، په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه بندي  تیرماښام پر پوليسو ډزې کړې او درېيو پوليسو ته يې مرګ ژوبلې اړولې ده.

 د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال، خبریال ډاټ کام ته وويل، تیرماښام یو طالب بندي چې یوه ورځ مخکې نيول شوی و، تیر ماښام د لمانځه پر مهال له یوه پولیس څخه کلاشینکوف اخیستی او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.

هغه زیاتوي، په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او دوه پولیس نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د ولسوالۍ جنايي مدیر هم شامل دی.

د ده په وينا، وروسته برید کوونکی د ولسوالۍ پخلنځي ته اور ورته کړی او تښتېدلی دی.

 ده وویل، د پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.