fbpx

سرېلانکا د اسيا جام ماتو له امله خپل لوبډلمشر بدل کړ

د سرېلانکا کرکټ غوراوي کمېټې (انجيلو ميتيوز) له لوبډلمشرۍ څخه لرې او پر ځای يې (دېنېش چندېمال) د خپلې ملي لوبډلې مشر وټاکه.  دا بدلون هغه مهال رامنځته شو چې سرېلانکا په اسيا جام کې خپلې دواړه سيالۍ بنګلدېش او افغانستان ته وبايللې او په نتيجه کې يې  سرېلانکايانو د ملي لوبډلې خلاف سخت غبرګونونه وښودل.

چنډېمال د سرېلانکا لوبډلې د ټېسټ سياليو لوبډلمشر و، چې اوس د يوه ورځنيو سياليو لپاره هم غوره شو، خو نوموړي له (۲۰۱۶)م کال راهيسې په يوه ورځنيو سياليو کې يوازې يوه نيمه سليزه وهلې. په تېرو (۱۸) مياشتو کې د سرېلانکا يوه ورځنيو سياليو لوبډلې (۵) لوبډلمشران (اوپول ترنګا، لاسېت ملېنګا، چمارا کپوګېدرا، تېسارا پرېرا، انجيلو ميتوز) تغير او تبديل شول. د (۲۰۱۷)م کال له پيله بيا تر دې دمه سرېلانکا په (۴۰) بشپړو ترسره شويو سياليو کې يوازې (۱۰) لوبې ګټلې او پاتې دېرش يې بايللې دي.

دېنېش چنډېمال به په راتلونکې لوبلړۍ کې چېد انګلېستان پر وړاندې ده، د سرېلانکا لوبډلې لوبډلمشري وکړي.

له (۲۰۱۷)م کال راهيسې سرېلانکا لوبډلې د يوه ورځنيو سياليو يوه لوبلړۍ ګټلې چې د درې هېوادونو (زمبابوی، بنګلېد او سرېلانکا) تر منځ ترسره شو. په دغو سياليو کې ميتوز ژوبل و او پر ځای يې چندېمال د سرېلانکا لوبډلمشري کوله.

د يادونې وړ ده چې سرېلانکا لوبډه درې وار د يوه ورځنيو سياليو نړيوال جام پايلوبې ته وتلې چې د (۱۹۹۶)م کال نړيوال جام يې له استراليا هېواد څخه په (۷) وېکټو وګاټه، استراليا په دغه وخت کې د نړۍ پياوړې لوبډله شمېرل کېده، ځکه يو نړيوال جام يې تر دې د مخه ګټلی و، درې يې بيا تر دې وروسته په پرلپسې ډول وګټل او يو يې بيا په (201۵)و کال کې وګاټه.