fbpx

هلمند کې د پوليو ضد واکسين پيل شو

د پولیو ضد واکسین به د هلمند ولایت د مرکز په شمول په نادعلي، ناوې او ګرشک ولسواليو کې تطبیق شي، چې له مخې به يې شاوخوا دوه نيم لکه ماشومان چي عمرونه يې تر پنځه کالو کښته وي ددې کمپاین پرمهال د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.

هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د پولیو واکسین د رسمي کمپاین دپیل پرمهال وویل : واکسیناتوران دي په ټاکل شویو سیمو کي یاد شمېر ماشومانو ته واکسین ورکړي او په دې پروسه کي دي هیڅ ډول ناغیړي نه کوي، ځکه چي د ماشومانو ژوند ورسره تړلی، که د غفلت او بېغورۍ له وجي کوم ماشوم پاته شي او په پولیو مرض اخته شي نو په ټول ژوند به د نورو لاس ته محتاج وي.

ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ټولي کورنۍ او عام خلک دي هم ددې ملي پروسې ملاتړ وکړي او په خپلو سیمو کي دي د واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، ترڅو په ټولو سیمو کي ماشومانو ته واکسین ورسېږي او هیڅ یو ماشوم ترې محروم پاته نه شي.

هلمند والي د دیني عالمانو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړل چي د پولیو واکسین په اړه له دیني او ټولنیز اړخه خلک متوجه کړي، چي ماشومان د سالمي روزني او تربیي ترڅنګ د هغوی روغتیا په برخه کي هم جدي پاملرنه وکړي ځکه همدا ماشومان دي چي په راتلوونکي کي مسولیتونه ور سپارل کیږي نو هغوی باید د یوې سالمي روغتیا څخه برخمند وي