fbpx

په پايلوبه کې به څوک له هندوستان سره ډغره ووهي؟

نن او سبا د (۲۰۱۸)م کال اسيا جام دويم پړاو دوه وروستۍ سيالۍ ترسره کېږي، نن يې د افغانستان او هندوستان تر منځ او سبا يې د پاکستان او بنګلدېش لوبدلو تر منځ.

د هندوستان او افغانستان لوبډلو تر منځ لوبه په دغه جام کې د دې دواړو لپاره کوم ارزښت نه لري، ځکه هندوستان پايلوبې ته او افغانستان له سياليو څخه وتلی، خو د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو تر منځ سيالي د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهمه ده، که هره لوبډله دغه سيالۍ وګټي، نو له هندوستان سره به پايلوبه ترسره کړي.

بنګلدېش لوبډله په تر سره شويو  (۱۳) اسيا جامونو کې يوازې (۲) ځل پايلوبې ته وتلې، خو تر اوسه يې دغه جام نه دی ګټلی. هندوستان (۶) وارې د اسيا جام سيالۍ ګټلې دي، سرېلانکا (۵) وارې او پاکستان بيا دوه وارې دغه جام په خپل نوم کړی دی.

د (۲۰۱۸)م  کال اسيا جام سياليو لپاره د هندوستان لوبډله تر ټولو غوره لوبډله بلل کېږي، چې تر اوسه يې خپله هې سيالي نه ده بايللې، دوی هانک کانګ، بنګلدېش او دوه وار پاکستان ته ماتې ورکړې.

که سبا د بنګلدېش او پاکستان لوبډلو تر منځ سيالي پاکستان وګټي، نو پاکستان به پايلوبې ته له هندوستان سره ووځي، دا به د اسيا جام په تاريخ کې لومړی وار وي چې پاکستان او هندوستان د اسيا جام سياليو پايلوبې ته وځي.

که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ په ترسره شويو سيالیو کې يې ډېرې پاکستان ګتلې دي، خو پاکستان بيا هېڅکله هندوستان ته په نړيوال جام کې ماته نه ده ورکړې. بل لور ته د اسيا جام تر مخه هندوستان او پاکستان په (چيمپين شېپ) ټرافي کې له يو بل سره دوه وار مخامخ شوي و، چې د لومړي پړاو سيالۍ کې هندوستان پاکستان ته او په پايلوبه کې بيا پاکستان هندوستان ته ماته ورکړه، خو په دې وروستيو کې د پاکستان لوبډله خورا کمزورې برېښي او امکان شته چې بنګلدېش هم ماته ورکړي.