fbpx

د لس اوريز کرکټ ليګ (ټي ټېن) دويم پړاو کې يوولس افغان لوبغاړي واخيستل شول

د وخت په تېرېدو کرکټ کې خورا زيات تغيرات راغلل، لومړی ټېسټ سيالۍ، بيا پنځوس اوريزه سيالۍ، بيا شل اوريزه او اوس لس اوريزه سيالۍ هم ترسره کېږي، که څه هم لس اوريزو سياليو نړيوال حيثيت نه دی غوره کړی او نه هم د کرکټ نړيوالې شورا له خوا ترسره کېږي، خو دې سياليو ته اوس ای سي سي اجازه ورکړې او ګڼ شمېر مينوال يې پیدا کړي دي، ځکه چې ددې سياليو يوه لوبه يوازې او يوازې په (۹۰) دقيقو کې پای ته رسېږي، چې توپوهونکي د زياتو منډو جوړولو هڅه کوي او مينوال ترې خوند اخلي. د دې سياليو لومړنی ټورنمنټ چې نړيوال لوبغاړي په کې ولوبېدل، په (۲۰۱۷)م کال کې ترسره شو، په دغو سياليو کې د افغان لوبغاړو سربېره ډېرو نړيوالو لوبغاړو ګډون وکړ. په (۲۰۱۷)م کال ټي ټېن سياليو کې (۶) لوبډلې لوبېدلې چې (کېرالا کېنګز) لوبډلې يې اتلولي خپله کړې وه.

سږ کال په دغو سياليو کې يوولس افغان لوبغاړي (محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، شرف الدین اشرف، محمد شهزاد، شاپور ځدران، قیس احمد، سمیع شینواری، ګلبدین نایب، نجیب ځدران او ظاهرخان) اخيستل شوي دي.

د (۲۰۱۸)م کال ټي تېن سيالۍ د روان کال (نومبر) مياشتې له (۲۳)مې نېټې څخه پيل او د (دسمبر) تر (۲)يمې نېټې به دوام وکړي،  په دې سياليو کې به د تېر کال په پرتله دوه لوبډلې نورې هم اضافه شي، چې نوې اضافه شوې دوه لوبډلې (کراچينز) او (نارترن ويريرز) لوبډلې دي، همدا ډول د سرېلانکايانو لوبډله به پر (راجستان هيروز) بدله شي.

د دې سيالیو په لومړي پړاو کې د کرکټ د نړۍ لوی لوی نومونه ليدل کېدل، تمه ده دا ځل د نړۍ نور لوی لوبغاړي هم په دې سياليو کې ګډون وکړي.