fbpx

لیونۍ تنده

د جل وهلې دښتې نوم به مو اورېدلی وي، ښایي هغه به مولیدلي هم وي؛ خو په جل وهلې او شړې دښتې کې به په ورکې پسې مزل او د ورکې لټون پسې به مو ډېر لږ کسانو په سوزندو دښتو کې سرګردانه لور په لور منډې کړي وي.

ورکه، هغه څه چې د پیدایښت تلوسه کې یې شړې دښتې، سوزنده کاڼي، د ګرم او سوزونکي لمره وړانګې، غرونه او طوفانونه هېڅ ډول کموالی نشي راوستی او لا یې تلوسه د لوړوالي پر لور یون ګړندی کوي.

هو! همدغه لیونۍ تنده وي، چې د خیال او انتظار په مراندو پسې مزل ته لا نوره هم تلوسه زیاتوي، زړونه خپل لورته راکاږي، د مزل د لنډېدو زیری ورکوي او هره شیبه یې ټاکلې موخې ته د رسېدو څړیکه نوی رنګ او تازه ځواک ور بښي.

دلته نو بیا د موخې ارزښت هغه څه دی، چې لا نور هم د تلوسې په زیاتوالي کې رول لوبوي؛ خو هېره دې نه وي، هغه چې د ذهن، روح، فکر او خیالونو د نړۍ هره برخه دې تلوسې په خپل واک کې اخیستی وي، نو هرو مرو به یې تنده هم یاغي وي.

لیونۍ تنده، یاغي تلوسه او موخې ته د رسېدو په پار په ورکې پسې د زړه په دنیا کې حد او مرز نه پېژندونکې هیلې په ورکې پسې لټون لا نور هم ګړندی کوي، د ستړیا مراندې شلوي، د سوزنده دښتې د سینې تنابونه لنډوي او منزل ته د رسېدو پر لور ګامونه ګړندي کوي.

دغه مزل ستړیا نه پېژني او ماته نه مني، یواځې او یواځې هغه څه چې ورته ډېر ارزښت لري، د ورکې لټون او د هغې پیدایښت وي، د پیدایښت لپاره یې بلا وختونه مزل کړی وي، هغه یې په خپل وجود کې د زړه په وینو لټولې او پاللې وي، د هیلو دنیا یې د ورکې د پیدايښت په نوم ودانه وي او دزړه هنداره یې هره شیبه ورته د ورکې هیلې انځور وړاندې کوي.

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.