fbpx

په ملګرو ملتونو کې د اکرم خپلواک سيلفي

د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي سلاکار او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس ډاکټر اکرم خپلواک د هېواد اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ګډ پلاوي کې تللى و، چې پکې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی، محمود صیقل ګډون هم پکې ګډون کړى و او اکرام خپلواک يې په څنګ کې ناست و.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغې غونډې عکسونه خپاره شوي، په عکس کې د اکرم خپلواک او د افغانسان د نورو استازو په لاسونو کې ټلیفون داسې ښکاري لکه خپل سیلفي عکسونه چې اخلي.

له دې عکس په خپریدو سره د ټولیزو رسنیو کارونو غبرګون ښودلی، چې نن یې دلته په خبریال ډاټ کام کې درسره شریکوو.

په پیل کې د ټولیزو رسنیو کارن فرهاد میاخیل نظر درسره شریکو، میاخیل په خپله فیسبوک پاڼه کې د غونډې انځور په پوسټ کولو سره لیکلي:

د ملل متحد په کلنۍ غونډه یا اسامبلې کې د هیوادونو ګډون جبري یا امري نه ده، بلکې دا په نړیواله ټولنه کې یو عرف ده، هیوادونه په بیلابیل کچه استازي لیږي او د ګډون موخه یې هلته د هیواد استازیتوب ده.

د معمول له مخې هیوادونه له مختلفو اجنډاو سره ځي او یا هم کومه ځانګړې اجنډا نه لري، ځکه کلنۍ غونډه کې د ۱۹۵ هیوادونو استازي ګډون کوي، د ډیر کم شمېر هیوادونو ولسمشران غونډې ته ځي او ډیر هیوادونه د بهرنیو چارو وزارت وزیر او یا هم مرستیال د ګډون لپاره لیږي.

فرهاد میاخیل وايي د دوی د نه ګډون په شتون کې د هیواد هغه پنځه استازي چې لري یو او پنځه سره یې په عمومي غونډو تالار کې شتون پیدا کو،ي بعضې هیوادونه چې هلته د خبرو وخت اخلي معمولاً د خبرو بڼه یې تشریفاتي اړخ لري.

د نړیوالو ډیپلوماټیکو اصولو او قواعدو په رڼا کې د غونډې د بهیر په وخت کې هیوادونه ازاد دي، چې د خبرو په وخت کې کوم څه ولیکي له الکترونیکي وسایلو استفاده وکړي.

میاخیل کاږي د هیوادونو استازي حق لري چې په خپلو مورنیو ژبو هلته خبرې وکړي، اوس چې د ټکنالوجۍ دنیا ده د ژباړې لپاره یې له ژباړونکې وسیلې څخه ګټه اخستله کیږي، دا چې دا ځل په همدې غونډه کې د ولسمشر سیاسي چارو کې ستر سلاکار محمد اکرم خپلواک هم ګډون کړی و، یو شمیر کسان چې د نړیوالو حقوقو او ډیپلوماټیکو اصول څخه ناخبر دي غواړي شخصیت وژنه وکړي او د یا دی غونډی لاسته راوړنې د ولس له سترګو لری وساتی.

په ورته وخت کې لیکوال او سیاست پو ارشاد رغاند بیا د یادې مسلې په نظر داسې لیکلی:

نیوکې څه دي؟

په ټولنیزو رسنیو کې پر دغه عکس شوې نیوکې تر ډېره پردې څرخي چې ولې په یوه نړیواله دیپلوماتیکه غونډه کې یو افغان مقام د ټلیفون په لاس کې نیولو او دیپلوماتیکو نزاکتونو له ماتولو سره د افغانستان حیثیت ته صدمه رسوي.

دا نیوکې له دې کبله نور هم جدي کیږي چې د خپلواک څنګ ته د افغانستان ناست دایمي استازی غونډې ته د وینا پر مهال ښودل کیږي.

رغاند  وړاندې لیکي په غونډه کې د خپلواک ګډون ضرور و؟

پر ښاغلي خپلواک د نیوکو سر دې ته رسیږي چې ولې هغه د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د استول شوي پلاوي غړی ټاکل شوی؟

د یاد شوي پلاوي مشر د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله کوي. له ښاغلي عبدالله سره د نورو چارواکو ترڅنګ ښاغلی خپلواک هم د پلاوي غړی ټاکل شوی.

رغاند په وینا که په پلاوي کې د خپلواک د ګډون دلیل وپوښتل شي، پلویان یې ممکن د ګډون دلیل د ولسمشر د سیاسي استازي یا د سولې عالي شورا د دارالانشا د ریس په توګه د هغه دندې وګڼي.

خو دا دلایل، معقول او قانع کوونکي ځکه نه دي چې د په کور دننه ټولو سیاسي اختلافونو سره د حکومت د نېمایي شریکوال او دویم لوی مقام په توګه د ښاغلي عبدالله ګډون د ټول حکومت استازیتوب کیدای شي.

له دې وراخوا، یوه د پام وړ خبره له دیپلوماتیکې دستګاه او نزاکتونو سره د ښاغلي خپلواک نابلدي ده.

رغاند  لیکلي ډاکټر خپلواک چې د طب ډاکټر دی او د حامد کرزي په حکومت کې د څو ولایتونو والي او بیا د سرحدونو چارو وزیر و، هغومره له دیپلوماسۍ سره نابلده ښکاري، څومره چې له دودیزسیاست او جرګوـ مرکو سره اشنا دی.

د هغه رسمي بهرني سفرونه، ممکن په ځینو اسلامي هېوادونو کې د سولې په تړاو له دیني عالمانو سره تر څو ګډو ناستو محدود شي.

ارشاد رغاند زیاته وي دغه تصویر نه یوازې د حکومت تصویر په نړیوال سټېج کې ډېر بدرنګه او کم حیثیته کړ؛ بلکې د حکومتي حیثیت له صدمه لیدو سره یې ټول افغاستان ته سخته حیثیتي صدمه ورسوله.

د ټولیزو رسنیو بل کار ضیا دوران د غونډې عکس خپرو کړی بیا لیکي دي:

د ملګرو ملتونو په غونډه کې دوی د افغانستان نمايندګي کوي او ډاکټر صیب عبدالله نه عکسونه اخلی نوره افغانستان جوړ شویده، بیخي فول سیکوریټي ده، امنیت تامین دی، هیڅ نوعه مشکل نشته هسې د دوی بل کار نه وو ډاکتر صیب ډیسکو ورته ویلی وو چې زما عکسونه واخلئ.

ليکواله : زرغونه شېرزاد

Loading...