fbpx

ايا بنګلدېش به پاکستان ته ماته ورکړي؟

نن د (۲۰۱۸)م کال اسيا جام دويم پړاو وروستۍ لوبه د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو تر منځ ترسره کېږي، دواړو لوبډلو په دويم پړاو کې له افغانستان څخه سيالۍ ګټلي او هندوستان ته يې بايللې دي، که هره لوبډله ننۍ سيالۍ وګټي، نو له هندوستان سره به پايلوبه ترسره کوي.

بنګلدېش لوبډله په تر سره شويو  (۱۳) اسيا جامونو کې يوازې (۲) ځل پايلوبې ته وتلې، خو تر اوسه يې دغه جام نه دی ګټلی. هندوستان (۶) وارې د اسيا جام سيالۍ ګټلې دي او پاکستان بيا دوه وارې دغه جام په خپل نوم کړی دی. که نن د بنګلدېش لوبډله پايلوبې ته وځي، نو دا به يې درېيم او پرلپسې دويم وار وي چې د اسيا جام پايلوبې ته لار پیدا کوي. که پاکستان پايلوبې ته ووځي، نو دا به د اسيا جام سياليو لومړی وار وي چې هندوستان او پاکستان په پايلوبه کې له يو بل سره مخامخ کېږي.

که د پاکستان او بنګلدېش لوبډلو وروستيو پنځو ترسره کړو سياليو ته وګورو، نو بنګلدېش (۲) او پاکستان لوبډلې (۳) سيالۍ ګټلې دي، يو طرف ته د بنګلدېش لوبډله نسباً پياوړې برېښي بل لور ته د پاکستان لوبډلې وروستيو سياليو ته په کتو امکان شته چې بنګلدېش يې پايلوبې ته د وتلو ارمان خاورې کړي.

په دې اسيا جام کې تر ټولو پياوړې لوبډله د هندوستان برېښي او تر دې وروسته افغانستان داسې لوبډله وه چې هرې سيالۍ يې مقابل لوری له سختې مقابلې سره مخ کړی و، افغانستان د تېرې شپې په سيالۍ کې هندوستان سره لوبه مساوي کړه، چې دا د دې جام لومړنۍ سيالۍ وه چې هندوستان په کې بريا ته ونه رسېد، تر دې مخکې يې خپلې ټولې سيالۍ ګټلې وې.