fbpx

په فراه ولایت کې د سترګولیدلی حال !

په افغانستان کې د فراه ولایت هغه ولایت دى چې د مساحت له مخې دویم شمېرل کیږي او د وګړو شمېر ېې هم تر ډیرو ولایتونو ښه دی. د همدې ولایت په سل کې اتیا فیصده خلک يې پښتانه دي، خو د ګاونډي ولایتونو لکه هرات، نیمروز، بادغیس او ایران هیواد تر اغیز لاندې راغلي او تر ډیره ټول وګړي يې په دري ژبه خبرې کوي. فراه د زراعت له نګاه هم ښه دی او د همدې ولایت خلک په زراعتي کارونو بوخت دي او خپل ورځنی عاید هم د همدې زراعت څخه تر لاسه کوي.

که څه هم د فراه ولایت د ایران سره پوله لري او د افغانستان ګمرکي لاره ده، خو چې باید فراه څنګه جوړه وای هسې نه ده جوړه. برېښنا يې کمزورې، سړکان يې په اساسي توګه نه دي جوړ او د خلکو لپاره تفریحي پارکونه نسته .

په دا وروستیو کې جګړې ډیر وځپی او ډیرعام خلک د کوره بې کوره سول او اکثره کورونه نړیدلي و. د فراه رود څخه د فراه د مرکز تر دروازې شاوخوا ټول کورونه نړیدلي او خلک ېې کوچیدلي وه .

په فراه ولایت کې امنیتي وضعیت هم د ډاډ وړ نه و او خلک سخت ویریدل چې امکان سته یو ځل بیا د فراه ښار ته وسله وال طالبان داخل سي. د یاد ولایت خلک او پر لویه لار د غټو لاریو موټروانان هم د امنیتي کسانو څخه سخت په تنګ و، چې د خلکو په قول ډیري پیسې غیري قانوني ځینې اخیستل کیږي.

که څه هم د فراه ولایت خلک متمدین دي. خو د زورواکانو د شتون څخه هیڅ سر نه سي پورته کولای او د خلکو خبره ستونزه نه سي رسنیزه کولای .

که څه هم په فراه کې شتمن خلک سته خو بیا هم هلته رسنیز ډګر ډیر کمزوری او پر هیڅ شمار دی، هلته د خلکو عمومي مشکلات نه بیانیږي او خلک د دولت او زورواکو تر لمن لاندې په ویره کې ژوند کوي.

خلک!

د فراه په ولایت کې خلک نرم، پاسته او سوليیز خلک دي او کوښښ کوي چې یو ارام او اسوده ژوند ولري خو هلته هم خلک د ډیرو مشکلاتو سره مخ وه او خپل اواز يې نه سو پورته کولای. په یاد ولایت کې خلک تر سخت فشار لاندې دي او د دولت، زورواکو او وسله والو طالبانو په وړاندې هیڅ ږغ نه سي پورته کولای.

په فراه کې که دغه درې واړه ډلې هر څه وغواړي دوی يې پر خلکو باندې عملي کولای سي او هیڅ داسې ارګان نسته چې د خلکو لټه دې وکړي. په فراه کې د خلکو کورونه نړیدلي، باغونه ریبل سوي، خلک د کورونو څخه شړل سوي او خلک وژل سوي دي، خو تر اوسه د دغه کسانو ږغ نه دی پورته سوی، چې د دوی آواز دې څوک واوري. یاد خلکو ویل که چیرې موږ د هر چا په خلاف اواز پورته کړو، موږ وژل کیږواو هیڅ نه سو ویلای .

ښکاره په نظامي جامو کې غلا !

د ایران د پولې څخه شروع بیا تر توت او چکاو پورې دولتي کسان ښکاره د غټو لاریو څخه پیسې اخلي او په وړاندې يې هیڅ نه دي سوي. په دغه لویه لاره کې یوازې هغه سیمه د پیسو د اخیستلو څخه په امن کې ده چې د وسله والو طالبانو تر اغیز لاندې ده. لارۍ چلونکي د دغو وسله والو دولتي غلو په مقابل کی هیڅ هم نه سي کولای او هر ځای خپل اندازه پیسې لري، چې موټر چلونکي تر ورسیدو مخکې لاچمتو کړي او په لاس يې ورکوي. یادې پیسې د شل افغانیوڅخه نیولې تر زر افغانۍ پورې ورکوي، هیڅ پارچه او سند په لاس کې نسته خو د نظامي موټرانو او دولتي وسلو څخه په استفاده پیسې اخیستل کیږي. د موټر چلونکو په خبره موږ څو ځلې خپل ږغ پورته کړی خو هیچا د دوی په خبره خپل غوږ نه دی ګرولی او که چیرې موږ په لویه لار د پیسو د نه ورکولو څخه انکار وکړو، وژل کیږو چې داسې کار هم راسره سوی او زموږ څو موټر چلونکي د پیسو د نه ورکولو په صورت کې وژل سوي دي.

موټر چلونکو وویل د ایران د پولې څخه شروع بیا تر توت او چکاو پورې لسګونه ځایه همدا د پیسو اخیستلو کسان ولاړ دي او زموږ څخه په دغه لار کې پیسې اخلي. د دوی په خبره زموږ څخه څلور زره افغانۍ اخیستل کیږي، د زر افغانیو څخه نیولې بیا تر شل افغانیو پوری پیسې اخلي. د دوی په خبره که چیرې یو چرسي یا هیرویني راته ودریږي نه یوازې دا چې زیاتې پیسې اخلي، بلکې راته سپکې سپورې هم راته کوي، موږ لکه پسونه سر مو ټیټ کړی او چاړې ته مو غاړه ایښې ده هیڅ نه سو کولای .

په فراه ولایت کې د ځپل سوو سیمو خلکو او موټر چلونکو د مرکزي دولت څخه وغوښتل چې د دوی غور دې وسي او دې حالت ته دې د پای ټکى کښېږدي.

ليکوال : جمال الدين ارسلان

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.

Loading...